د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ارګ د 'ملي دسترخوان' پروګرام پیل لپاره ۲۴۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړل


ارګ
ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له ۲۴۰ میلیونو ډالرو نه د زیاتې بودجې په ځانګړې کولو سره د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.

"ملي دسترخوان" بې وزلو ته د حکومت له خوا د مرستې رسولو تازه پروګرام.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د ښار بند او په ګرځېدو د راګرځېدو د بندیز پر مهال اړو کسانو ته د نانوایانو له لارې د پخې ډودۍ د ویش تر پروګرام وروسته اوس د ملي دسترخوان په نوم د یو نوي پروګرام له پیل خبر ورکوي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د شنبې په ورځ په ارګ کې يوې خبرې ناستې ته په خبرو کې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د حکومت له خوا اړو کسانو ته د مرستې رسونې په برخه کې ستونزې ومنلې او له ملت یې بخښنه وغوښته.

ښاغلي دانش وویل، د ملي دسترخوان د پروګرام پیل د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول مرستو ته د اړو کسانو لپاره د مرستې رسونې په برخه کې یو ستر ګام دی.

سرور دانش
سرور دانش

هغه زیاتوي: "د حکومت دنده او مسئولیت د دې هېواد د شریفو خلکو په وړاندې تر دې زیات دی چې تر سره کړی یې دی، له همدې امله له خلکګو بخښنه غواړم."

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه ناسته کې د دغه پروګرام د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه وویل: "دا پروګرام به په دوه پړاونو کې پلی شي، نن چې کومه پړاو اعلانېږي د افغانستان ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲ زره ۸۹۶ کلي پکې شامل دي، په مجموعي ډول ۱ اعشاریه ۶۷ میلیونه کورنۍ په کې پام کې نیول شوې دي."

امرالله صالح
امرالله صالح

ښاغلي صالح زیاته کړه چې د ملي دسترخوان پروګرام دوهم پړاو کې ۳۴ ولایتونه، ۲۳۵ ولسوالۍ او څه د پاسه ۲۱ زره کلي په پام کې نیول کېږي چې په ټوله کې به دا مرستې ۲ اعشاریه ۵ میلیونه کورنیو ته ورسېږي.

د ښاغلي صالح په خبره د پروګرام د لومړي پړاو د پلې کېدو لګښت ۸۶ میلیونه ډالره او د دوهم پړاو ۱۵۸ میلیونه ډالره دی.

د معلوماتو له مخې دې خوراکي کڅوړو کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي او صابونونه شامل ديچې دافغانستان ۹۰ فیصده خلکو ته وویشل شي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني په دې ناسته کې وویل د دې پیسو ډېری برخه له تخنیکي پروګرامونو اخیستل شوي او پراختیایي پروژې به له ستونزو سره مخ نشي.

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

غني زیاته کړه: "له څو ځایونو راته خبر راغی چې ولسوالانو غوښتل د دې پیسو یوه برخه د دوی جیبونو ته لاړه شي که همداسې وي له پښو به یې را ځوړند کړم، که څوک غواړي د بې وزلو پیسې جیب ته کړي، دا یوازې خلکو سره خیانت نه دی بلکې له خدای سره خیانت دی."

د ښاغلي غني په خبره دا مرستې به لومړی د ملي پروګرام چې اوس د ښاروندۍ د میثاق په نوم یادېږي، ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له امله د ځپل شویو، اړو کسانو سره د مرستې دا نوی پروګرام داسې مهال علانېږي چې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، د کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د ښې مبارزې په هدف کابل او ولایتونو کې روغتونونو ته ۵۰۰ د تنفس مصنوعي دستګاوې او ونټلاتورونو ویشل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر احمد جواد عثماني وايي په پام کې ده چې دا دستګاوي د افغانستان ټولو۳۴ولایتونو ته وویشل شي.

ښاغلي عثماني خبرداری ورکړ ،که خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي د کرونا ویروس د خپرېدو دوهمه څپه به وویني.

د دې وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له ۱۹۴ مشکوکو پېښو ۶۰ یې مثبتې ښودل شوي.

چې له دې سره د کرونا وایروسد ټولو مثبتو رسمي پېښو شمېر ۳۵ زرو ۲۸۹ ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG