د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت د چین او پاکستان غوښتنې


د پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیران د وېډیو کنفرانس له لارې د درې اړخیزې غونډې پر مهال.
د پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیران د وېډیو کنفرانس له لارې د درې اړخیزې غونډې پر مهال.

چین او پاکستان په افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت غواړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ.

دوی د وېډيو کنفرانس له لارې د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د خبرو په درېیم بحث کې ګډون وکړ.

د خبرو په درېيم پړاو کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو د سې شنبې په ورځ ګډون کړی وو چې د اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېد.

په دې اعلامیه کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون خپره کړه، راغلي: "چین او پاکستان په افغانستان کې د بشر دوستۍ په خاطر د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه."

د اعلاميې پر اساس، پاکستان او چین له افغان حکومت سره د خپلو همکاریو د پیاوړي ساتلو په برخه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر پر ملاتړ ټينګار وکړ.

بل روجیو په واشنګټن ډي سي کې د ډیموکراسیو د دفاع بنسټ لوړپوړی څېړونکی دی. ده د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ته رښتونی نه‌دی.

ده وویل: "پاکستان په ځانګړې توګه تر ننه پورې د طالبانو ملاتړ کوي. طالبان د پاکستاني دولت لاسپوڅي دي او دا هېواد د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې ملاتړ ځکه کوي چې دا موافقه د طالبانو په ګټه ده. طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه‌حاضرېږي، بلکې له داسې پلاوي سره خبرې کول غواړي چې له افغان چارواکو جوړ وي او طالبان به له اوسني افغان حکومت سره واک شریک نه‌کړي او نه به د افغانستان د اساسي قانون درناوی وکړي."

طالب پلاوی
طالب پلاوی

د افغانستان، پاکستان او چین د ګډې اعلامیې له مخې اسلام‌اباد او بیجنګ پر چټکو بین‌الافغاني خبرو او د ۱۹ کلونو پر مهال د لاسته راوړنو پر خوندي ساتلو ټينګار کړی دی.

انتخابات، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي، د ښځو حقونه هغه لویې لاسته راوړنې یادېږي چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو په همکارۍ په افغانستان کې ترلاسه شوي.

د افغانستان، پاکستان او چین په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د ترورېزم د مخنیوي لپاره درې واړو هېوادونو ټينګار وکړ چې نړیوال ځواکونه باید د شرایطو په نظر کې نیولو سره په منظمه او مسؤلانه توګه له افغانستانه ووځي.

  • چین او پاکستان په افغانستان کې څه غواړي؟

دا هغه پوښتنه ده چې په امریکا کې مو د اتلانتیک شورا له همکار عمر صمد څخه وکړه.

ښاغلي صمد ازادي راډيو ته وویل: "فکر کوم چې چین او پاکستان دواړه په افغانستان کې د جګړې پای او په راتلونکي کې د دې هېواد په نوې اداره کې د طالبانو حضور غواړي او غواړي په افغانستان کې له خپلو ګټو سره سم په دې هېواد کې خپل پروګرامونه پر مخ یوسي. د چین ګټې تر ډېره اقتصادي او له ترورېزم سره تړاو لري. پاکستان له څو لسیزو راهیسي غواړي چې په افغانستان کې نفوذ ولري."

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په راپور کې چې په جون میاشت کې خپور شو، راغلي چې چین طالبان او افغان حکومت دواړه په هڅو کې شاملوي چې هدف‌يې په سیمه کې ثبات رامنځته کول دی.

چین په افغانستان کې د څه په لټه دی؟

د پنټاګون د راپور له مخې د چین په دې اقدام سره له دې هېواده دباندې د چین پرسونل او پانګونه خوندي کول او خپلې لوېديځې پولې له اویغور جنګیالیو په امان کول غواړي.

پنټاګون ویلي، پاکستان په علني توګه په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی ايښودو په هدف د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې ملاتړ کړی دی.

طالبانو د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه له امریکا سره د موافقه لیک تر لاسلیک وروسته پر امریکايي ځواکونو حملې ودرولې، خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې حملو ته دوام ورکړی دی.

له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې واشنګټن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۲،۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته پر کمولو توافق کړی دی.

که د موافقې ټول اړخونه عملي شي، د ۲۰۲۱م کال تر نیمایي پورې به ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د طالبانو د پنځو زرو زندانیانو په بدل کې د افغان حکومت د زرو زندانیانو راخوشې کولو، د تاوتریخوالي کمولو او بین‌الافغاني خبرو پیل د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې نور هغه شرطونه دي چې تر اوسه په بشپړه توګه نه‌دي عملي شوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG