د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

کابل نن د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د یوې بلې غونډې کوربه دی


د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ستراتېژیک ډیالوګ په نوم غونډه نن د سې شنبې په ورځ له غرمې وړاندې په ۱۱ بجو پیلېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو سیاسي معینان ګډون کوي او په امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو به سره بحث وکړي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۷» د دغې غونډې له پیل وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "نن ۱۱ بجې به د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ به د ستراتېژیک ډیالوګ تر نوم لاندې یوه غونډه پیل شي. په دې غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارتونو سیاسي معینان ګډون وکړي او په امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو به سره ممترکز بحث وکړي."

د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد
د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد

افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې پرون د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس تر نو عنوان لاندې پای ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د ګاونډیو او سیمې ۱۷ هېوادونو او دوه سازمانونو ګډون کړی و.

د سرچینې له قوله، په دې کنفرانس کې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه په ټینګار ملاتړ وشو او تر خوا یې د سولې لپاره د یوې اجماع پر پیاوړتیا هم ګډون کوونکو خپل نظر وړاندې کړ.

ارګ هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر په پروني کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اجماع شته او د سیمه‌ییزې قوي اجماع، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو به له افغانستان سره مرسته وکړي د سولې په اړه خپلو موخو ته ورسېږي.

اشرف غني د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نوم پرون یوه غونډه پرانیسته
اشرف غني د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نوم پرون یوه غونډه پرانیسته

ولسمشر زیاته کړې، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، د سولې پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي.

افغانستان به همدا ډول د پنج‌شنبې په ورځ د سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا تر نوم لاندې د یوه بل کنفرانس کوربه وي چې په‌کې به د ناټو سازمان، ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او امریکا هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG