د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

'تر دې وروسته په هر ولایت کې د ښځینه مرستیالانو بست هېڅ نارینه ته نه‌ورکول کېږي'


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

‎ولسمشر غني د افغانستان د ښځو چارو وزارت هغه وړاندیز شوې طرحه پلي کوي کومه چې له مخې یې باید په هر ولایت کې د والیانو یوه یوه مرستیاله ښځینه وي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي تر دې وروسته په هر ولایت کې د والي د ښځینه مرستیالانو بست هېڅ نارینه مرستیال ته نه‌ورکول کېږي.

‎د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل د دوی د طرحې له مخې به ولسمشر په ټولو ولایتونو کې اوسني نارینه مرستیالان لیرې او پر ځای به‌یې یوه یوه ښځینه مرستیاله ګمارل کېږي.

مېرمن دادرس د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۷» ازادي رډیو ته وویل: "په هر ولایت کې چې د والي دوه مرستیالان ګمارل کېږي باید یوه مرستیاله‌یې هم ښځینه وي چې دا به یوازې د ښځو لپاره ځانګړې وي او هېڅ نارینه نه‌شي کولای پر ځای یې ځان کاندید کړي، موږ دا طرحه د دې لپاره نه‌ده جوړه کړې چې ګواکي د والي په بست کې ښځې ونه‌شي کړای وګمارل شي هغه یو ازاد بست دی او ښځې کولای شي هغه بست کې هم رقابت وکړي، خو د ښځینه مرستیالانو بست کې به یوازې ښځې له یو بل سره سیالي کوي او ګمارل کېږي به."

د ښځو د چارو وزارت ویانده رویا دادرس
د ښځو د چارو وزارت ویانده رویا دادرس

‎مېرمن دادرس وایي په دې طرحه کې دا هم شامل دي چې کله د یو ولایت والي نه‌وي، نو ښځینه مرستیاله به‌یې پر ځای سرپرستي کوي.

‎مېرمن دادرس وایي د ټولو ۳۴ ولایتونو د ټولنیزې برخې اوسني برحاله نارینه مرستیالان لیرې او پر ځای به‌یې ښځينه مرستیالانې ګمارل کېږي.

د ښځو چارو وزارت دا طرحه څو ورځې مخکې له ولسمشر سره شریکه شوې وه او پرون دوشنبې د کابینې په جلسه کې تأیید شوه چې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له لوري د یوې خبري ناستې پر مهال وویل شول چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته د دې طرحې د پلي کېدو لارښوونه شوې ده.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټولو ولایتونو کې د والیانو پنځه ښځينه مرستیالانې شته، خو په خبره‌یې په دې وروستیو کې ځینې له دندې لیرې کړای شوې دي.

بل‌خوا یو شمېر پخوانۍ ښځینه والیانې وایي چې په دې برخه کې په لیرې پرتو ولایتونو کې کار کول سخت دي او باید حکومت پوره صلاحیت ورکړي.

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ریاست پر مهال د بامیان ولایت والي حبیبې سرابي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د ولایتونو په اداري جلسو کې د ښځو ګډون زیات مهم دی او باید دوی ته ټول صلاحیتونه ورکړل شي چې د خپلو دندو مطابق بېلابېلو چارو ته رسېدنه وکړي، زه دا اقدام مثبت انګېرم."

‎حبیبه سرابي وایي که څه هم د والي‌توب پر مهال‌یې په دفتر کې ورسره ښځینه همکارانې وې، خو بیا هم له ستونزو سره مخ وه.

همدارنګه د ښځو چارو او یو شمېر سیاسي فعالانې وایي حکومت باید په دې برخه کې هغه ښځې وګماري چې وړتیا یې ولري او پوره صلاحیتونه‌یې ورکړل شي.

شکریه باریکزۍ
شکریه باریکزۍ

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ وایي: "زه فکر کوم دا به ښه وي چې په کابینه کې، ولایتونو، دولتي ادارو او هر هغه رسمي دولتي چوکاټ کې چې د دولت او ولسمشر په واک کې دی، حداقل ۳۰ سلنه‌یې ښځې واوسي، ځکه دا د افغانستان د حکومت هغه ژمنه ده چې له ښځو او نړیوالې ټولنې سره‌یې کړې ده."

مېرمن بارکزۍ وایي ښځې دې یوازې دوهمې درجې بستونو پورې نه‌محدودېږي، بلکې په رهبرۍ کې دې هم و‌‌نډه ورکړل شي او په خبره‌یې وړتیا لرونکې ښځې دې وګماري.

XS
SM
MD
LG