د غزني اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ډېری وخت افغان سرتیرې د خپلې بې غورۍ له امله وژل کېږي.
د غزني اوسېدونکی نصرالله د همداسې یوې پېښې شاهد دی.
دی وايي پولیسو ته یې کتل چې وسله والو په بې غږه توپانچې وویشتل.
هغه زیاتوي: "تېره ورځ دلته پر عسکرو برید وشو، یو تن یې له خلکو سره په خبرو بوخت وه چې ويې ویشت او یو بل په دوکان کې ناست وو پر موبایل اخته وو چې ویې ویشت."
د تېرې یکشنبې په ورځ د غزني ښار د دوهمې امنیتي حوزې د مربوطاتو په خواجه علي سړک وسله والو په یوه ځای دوه پولیس سرتېري ووژل.
د غزني ښار یو بل اوسېدونکی ذکرالله رسولي وايي، پولیس په موبایلونه کې سندرې اوري او یا هم پر موبایلونو بوخت وي چې ووژل شي.
هغه وویل: "ډېری ترورونه چې کېږي او پولیس وژل کېږي بېغوره دي، مثلاً ځان په فیسبوک کې مصروفوي، یا نورو موضوعاتو کې بوخت وي، امنیتي وضعیت یې ډېر وخت په فکر کې نه راګرځي او په غزني کې ډېری پولیس چې دي مسلکي نه دي، باید داسې پروګرامونه د قومندانۍ له خوا یا د مرکزي دولت لخوا دلته په غزني کې رامنځته شي چې دوی مسلکي شي."
د غزني اوسېدونکي وايي، ډېری وخت افغان سرتېري په دغه ولایت کې د خپلو بې غوریو له امله وژل کېږي.
د غزني محلي اداره هم وايي دغه خبره مني.
د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، د پولیسو نه مسلکیتوب، بېغوري او پر مویایلونو کې د هغوی بوختیا هغه لاملونه دي چې له امله یې ورته ډېره مرګ ژوبله اوړي.
نوموړي ازادي راډیو ته یې وویل، په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو قومندان غزني ته سفر کړی، اوله محلي او نظامي چارواکو سره یې د دغې ستونزې په اړه خبرې کړې دي.
هغه زیاتوي: "دغه اوسنی قومندان صیب چې د ځانګړو ځواکونو قومندان دی، دغه هم د غزني ولایت له محلي چارواکو سره، په همدې اړوند خبرې درلودې، ده هم وویل چې زه هم د شپې ورګرځېدم، هم د ورځې، دغه پولیس یې چېک کړي وو، امنیتي ځواکونه نه یواځې پولیس، نو نیمګرتیاوې موجودې دي."
د امنیتي چارو یو شمېر پوهان وايي، دا ډول پېښې د وطیفوي غفلت له امله رامنځته کېږي او وظیفوي غفلت اصلاً دلته د لوړپوړو اداري چارواکو د غلطو مقرریو له امله کېږي.
عبدالرحمن مصلح وايي، د سرتېرو دغه بې غوري د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم زیاتولی شي نو باید دې موضوع ته جدي پام واړول شي.
مصلح زیاتوي: "په نظامي چارو کې چې چا وظیفوي غفلت وکړو مسئولیت یې په خپله غاړه دی، اصلاً کې کیسه دا ده چې بد عواقب یې دا دي چې د دا نورو امنیتي ځواکونو مورال ورکمزوری کېږي، د خلکو په نظام باندې بې باوري رامنځته کېږي، پر هغوی باندې هغه اعتماد له منځه ځي، تر ټولو بده پایله هم دغه ده."
دی وای په غزني کې پولیسو ته یواځې پر وطن او خاوره د قربانۍ روحیه ورکول کېږي، خو د روحیې ترڅنګ ورکشاپونه او روزنې نه دي ورکول شوي څو له هره اړخه مسلکي پولیس ووسي.