د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

غزني لاهم د ماینونو له امله یو خطرناک ولایت!


ارشیف، د غزني د ښار یو انځور
ارشیف، د غزني د ښار یو انځور

په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو او پاکولو ادارې وايي، په غزني ولایت کې د نوو ایښودل شویو ماینونو ترڅنګ زاړه ماینونه او د هوانونو سرګلولې لا هم د خلکو ژوند ګواښي او ډېری وخت د دغه ولایت اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړوي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ادارې مسؤل محمد شفیق یوسفي وايي، په غزني کې لا هم ځینې سیمې دي چې پخواني ماینونه په کې پاتې دي چې د دغه ولایت د مرکز د ځینو سیمو ترڅنګ په څو ولسوالیو کې په ۴۳ کلومتره مربع سیمه کې ماینونه پاتې دي.

ښاغلي یوسفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولایت په قره باغ، اندړو، ناوه، اب بند، ګېرو، جاغوري، خواجه عمري او ځینو نورو سیمو کې د ماین پاکۍ ټیمونو سروې کړې دي، خو بدبختانه چې لا هم په کې تر دوه زره لومړي کال وړاندې ماینونه پاتې دي چې باید پاک شي."

یوسفي زیاتوي، ډېری وخت ماشومان په داسې حال کې وژل کېږي چې د ماینونو ترڅنګ له پخوانیو سرګلولو سره لوبې کوي.

محمد شفیق یوسفي په هېواد کې په اوسط ډول په میاشت کې د ماینونو له امله د ۱۲۰ ولسي کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د عمر موسسې مشر فضل الرحیم بیا وايي، دا یو ډېر خطرناک توخم دی چې په افغانستان کې کرل شوی دی.

ښاغلي فضل الرحیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ټول هېواد کې په اوسط ډول په میاشت کې ۱۹۵تنه د زړو او نویو ښخو کړای شویو ماینونو او بمي سرګلولو له امله ټپیان کېږي چې غزني یې خطرناک دی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري

"د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۷ تنه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې دغه ماشومان په دغه ځای کې په لوبو بوخت وو."

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

که یوې خواته په غزني کې په ځینو سیمو کې د پخواني رژیم ماینونه او بمي سرګلولې لا هم پاتې او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، خو بل لور ته د دغه ولایت اوسېدونکي بیا وايي، وسله وال طالبان هم ډېری وخت د نظامي کسانو او امنیتي سرتېرو لپاره په عامه لارو کې ماینونه ښخوي چې زیات وخت یې قربانیان ملکي کسان وي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG