د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د غزني اوسېدونکي: نه خالد غواړو، نه الفتح، موږ سوله او اوربند غواړو


ارشیف، د غزني اوسېدونکي سوله او اوربند غواړي
ارشیف، د غزني اوسېدونکي سوله او اوربند غواړي

د غزني اوسېدونکي او مدني فغالان د دولت او وسله‌والو طالبانو له لوري د پوځي او جګړه‌ییزو عملیاتو له پیلېدو اندېښنه ښيي.

دوی وايي، د دې پر ځای چې دواړه لوري پر جګړو او عملیاتو ټینګار کوي، د سولې لاره دې غوره کړي، ترڅو افغانان یو ښه راتلونکی ولري.

دوو تنو ځوانانو امیري موساخېلوال او خلیل ویسا په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"نه خالد غواړو او نه الفتح، موږ اوربند او سوله غواړو، له جګړو ستړي شوي یوو، نور نو په یو سوله‌ییز او له جګړو پاک افغانستان کې ژوند کول غواړو، د عملیاتو له اعلانولو مو زړه تور دی."

دا چې له تېرو څو کالو څخه په افغانستان کې د پسرلي په موسم کې د دولت او د وسله‌والو طالبانو له لوري د عملیاتو د پیل اعلان کېږي، نو د غزني یو تن مدني فعال رحمت‌الله مرجانخېل هم وايي:

"د دواړو لورو د عملیاتو د اعلانولو په ترڅ کې دواړو لورو ته افغانان وژل کېږي."

خبریال او شنونکی سیف‌الله مفتون وايي، د غزني ولسونه سخت له جګړو څخه ستړي شوي دي، هره شپه د ښار او ولسوالیو په بېلابېلو ځایونو کې جګړې روانې وي.

سیف‌الله مفتون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د پوځي عملیاتو اعلانول د سولې په وړاندې خنډ جوړول او د جګړې اوږدول دي."

که یوې خوا ته په هېواد کې د سولې خبرې تر بل هر وخته ګړندۍ شوې، خو بلې‌خوا ته افغان دولت د وري د میاشتې په لومړۍ نېټه د خالد او وسله‌والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل چې د دغو عملیاتو د جګړې ډګر ډېری وخت په غزني کې تودېږي چې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي سرتېرو تر څنګ ولسي خلکو ته هم په‌کې مرګ ژوبله اوړي، خو د دې تر څنګ د دغه ولایت ډېری خلک د ژوند له بنیادي اسانتیاوو لکه روغتیا او تعلیم څخه هم محروم دي چې علت‌یې همدا جګړې بلل کېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG