د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

څېړنه: د افغانستان درسي نصاب له دیني راډیکالیسم اغېزمن دی


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ په خپل یوې تازه څېړنه کې موندلي چې د هېواد ښوونیز نصاب له دیني راډیکالیسم (ذهینت) څخه اغېزمن دی.

په دغه څېړنه کې هغه ۵۰ ټکي په نښه شوي چې له مخې یې په ښوونیز نصاب کې د دیني راډیکالیسم له لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول افراطیت ته لمن وهل کېږي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ (د افغانستان په ښوونیز نصاب کې د سیاست او دین ښکېلتیا) تر عنوان لاندې یوه تازه څېړنه ترسره کړې.

په دغه څېړنه کې له کیفي میتود څخه کار اخیستل شوی او د افغانستان د ښوونیز نصاب ۱۴۴ کتابونه یې څېړلي دي.

په دې څېړنه کې موندل شوي چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې ديني راډیکالیسم (ذهنیت )خورا پراخ دی او دغه چاره کولای شي زده کونکي په راتلونکي له ذهني پلوه افراطي تربیه کړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ څېړونکي ادعا کوي چې د افغانستان په ښوونیز نصاب کې يې ۵۰ بېلابېل مورده موندلي چې افراطیت ترې ثابتېږي.

د دې څېړنې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان ښوونیز نصاب د فلسفې، ټولنیز پوهنې، ښونې او روزنې له نظره تخصصي اړخ نه لري او همدغه دلیل دی چې یاد نصاب د دین او سیاست ښکار شوی چې ډېر یې ضعیفه کړی هم دی.

شهیر سیرت چې د دې څیړنې جزئیات يې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال شریکول وویل: "دغې څېړنې د ۵۰ هغه موارد په ترلاسه کولو سره موندلي چې په ښکاره د افغانستان په ښوونیز نصاب کې ديني راډیکالیسم ته لمن وهل کېږي، دغه دیني راډیکالیسم یا ذهنیت په ښکاره زده کونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډولافراطي روزي."

څېړونکي په خپله څېړنه کې د پوهنې وزارت هغه کتابونه ته اشاره کړې چې پیل د حمد او نعت چې په هغې کې د الله او رسول ستاینه شوې اشاره کړې.

آرشیف، لغمان کې یو ښوونځی
آرشیف، لغمان کې یو ښوونځی

څېړونکي وايي، په نورو هېوادونو کې د داسې کتابونو پیل په نور روزنیزو مسایلو باندې کېږي.

د دې څېړنې په یو بله برخه کې هغه اصطلاحاتو ته لکه جهاد او اسلامي اخلاقو ته اشاره شوې چې د څېړونکي په باور په ښوونیز نصاب کې دغه ډول اصطلاحات کولای شي زده کوونکي د غیر مسلمو خلکو په وړاندې تعصب ته وهڅوي.

په دې څېړنه کې د افغانستان پوهنې وزارت ته وړاندیز شوي چې اوسني تعلیمي نصاب ته باید له سره ژوره کتنه وشي او هغه مسایل چې قومي او قبیله یي اړخونو ته په کې لمن وهل کېږي ترې وویستل شي.

په همدې حال کې د ولسې جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمېسیون غړې فریده بیکزاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، په افغانستان کې له دینې پلوه ټولې برخې اغېزمنې دي نو پوهنیزه برخه هم له دې امره مستثنا نه ده.

د اغلي بیکزاد په خبره، د افغانستان ښوونیز نصاب د افراطیت خپرونکی دی او هغه ډول چې باید جوړ شوی وای نه دی جوړ شوی.

هڅه مو وکړه په دې برخه کې د افغانستان د پوهنې وزارت نظر هم راواخلو خو دوي په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG