د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

ښوونځیو کې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو


په ښوونځيو کې د نشه يي موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.
په ښوونځيو کې د نشه يي موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ښوونځیو کې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې دا کمپاین د کابل ولایت په درې سوه ښوونځیو کې کېږي چې هدف یې د ښوونځیو شاګردانو ته د نشه يي موادو د زیانونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه پوهاوی دی.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، دوی هڅه کوي چې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی په درسي نصاب کې شامل کړي:"موږ هڅه کوو چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرام او نشه‌يي موادو زیانونه د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې شامل کړو. که څه هم د ښوونځیو په کتابونو کې په‌دې اړه پخوا هم یادونه شوې ده، خو اوس غواړو چې دا معلومات ډېر کړو."

د دې کمپاین په ترڅ کې په ښوونځي کې د نشه يي موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.

د دې بيلبورډونو هدف دا دی چې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ زده کوونکي په دې هم خبر شي چې په قانون کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکو او خرڅوونکو ته جزاګانې ټاکل شوي دي.

د ښوونځیو ځینې ښوونکي که څه هم د نشه يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ګټور بولي، خو دوی وړاندیز کوي چې د نشه‌يي موادو په اړه عامه پوهاوی باید د درسي نصاب برخه وګرځي او په ښوونځي کې د يوه مضمون غوندې په دوامداره توګه تدریس شي.

معلمه ثريا چې په اتمو او ۱۱ ټولګيو کې يې د نشه‌يي موادو د زيانونو په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړي وايي چې دا کمپاين هم ګټور دی، خو غوره لاره يې دا ده چې دا پوهاوی د درسي نصاب برخه وګرځي او په پرله‌پسې ډول په ښوونځيو کې تدريس شي.

په ښوونځيو کې د نشه يي موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.
په ښوونځيو کې د نشه يي موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.

اغلې ثریا زیاته کړه: "دا کمپاین ګټه لري، خو که کمپاین کوونکي ټولګیو ته ورشي او زده کوونکو ته د نشه‌يي موادو په اړه پوهاوی ورکړي او یا هم شاګردان په یوه ځای کې سره راټول او د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه ورته معلومات ورکړل شي، دا کار به ډېر ګټور وي."

د افغان دولت او ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د ګډو څېړنو پر اساس په افغانستان کې دا مهال درې اعشاریه پنځه میلیونه افغانان په مستقیم ډول نشه کوي او یا هم د نشو له امله زيان وراوښتی چې ډېری برخه يې ځوانان دي.

د ښوونځو زده‌کوونکي شکایت کوي چې په بازارونو او کوڅو کې د معتادینو موجودیت ښوونځیو ته د تګ راتګ پر مهال دوی ته لوی سرخوږی دی.

د کابل ښار په تایمني سیمه کې د استاد مصباح د ښوونځي زده کوونکو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېټه جوړه کړې او د نشه‌يي موادو په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ له نشه‌يي موادو سره مبارزه هم کوي.

د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه دا کمپاین د پوهنې وزارت او نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د سې شنبې په ورځ له همدې ښوونځي څخه پیل کړ.

د دې ښوونځي یو زده کوونکی محمدرضا وايي چې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه یې خپل ټولګیوال پوه کړي دي:"له کومه وخته راهيسې چې زه دلته درس وایم، د نشه‌يي موادو په اړه يوازې دومره پوهېږم چې د نشه‌يي موادو استعمال ډېر زیانونه لري. ډېری کسانو ته مې په‌دې اړه نصیحت هم کړی دی، خو ګټه یې نه کوله، خو بیا مې هم خپل کوښښ وکړ."

د مریم لېسې یوه زده‌کوونکې نورجهان بیا په نشه‌يي موادو باندې د اعتياد یو لامل نشه‌يي موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی بولي: "اوس مهال د ټابلېټ کا په نوم ګولۍ ډېرې رواج شوي دي، په‌دې ګوليو ډېر ځوانان اخته دي، دا داسې ګولۍ دي چې که ډېري وخوړل شي، نو انسان وژني."

په پام کې ده چې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه د کابل ښار په درې سوه ښوونځیو کې کمپاین وشي.

راپور: فرید حلیمي

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG