د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه چاپ شول


د افغانستان د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه چاپ شول.

د پوهنې وزارت وایي، دا کتابونه به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونځیو پر زده کوونکو ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښوونیز کال تر نیمايي اوړي خو لا هم د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو ته پوره درسي کتابونه نه دي رسېدلي.

د کابل ښار یو شمېر زده کوونکي وايي، د درسي کتابونو د کموالي د ستونزې ترڅنګ د کتابونو خراب کیفیت هم دوی ته سرخوږی جوړ کړی دی.

افغان نجونې زده کوونکې
افغان نجونې زده کوونکې

اسرا او شاکرالله د کابل ښار دوه تنه زده کوونکي وایي:

"سږکال ډېری زده کوونکي بې کتابه درس وایي، ستونزې مو زیاتې دي، موږ ډېری کتابونه په خپلو پیسو له بازاره اخیستي دي."

"سږکال له ۱۷ کتابونو یوازې ۱۰ یې موږ ته رارسېدلي دي، خو هغه کتابونه هم چې لرو یې، زیاتې ستونزې لري، د املا او انشا له لحاظه زیاتې غلطۍ لري."

دوی د پوهنې له وزارته غوښتنه کوي چې پر خپل ټاکل شوي وخت دې ورته کتابونه ورکړي، ځکه په شخصي لګښت د کتابونو د اخیستولو توان نه لري.

تر دې وړاندې هم ورته شکایتونه شوي وو، ان دا چې د ازادي راډيو د یو راپور په اساس، د پوهنې وزارت کتابونه په بازار کې پلورل کېږي، خو په ښوونځيو کې بیا زده کوونکي کتابونه نه لري او په شخصي لګښت یې له بازار نه پيري.

خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د پنځه کلن پلان له مخې د خصوصي سکټور په مټ ميلیونونه کتابونه چاپوي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې دولس اعشاریه دوه میلیونه هغه نوي چاپ شوي درسي کتابونه رسنیو ته وښودل چې ټاکل شوې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته واستول شي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي چې سږکال به میلیونونه نور ښوونیز کتابونه هم چاپ شي چې د کتابونو د کموالي ستونزه به هواره کړي.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي

ده وویل: د ۳۷ ميلیونو جلدو کتابونو د چاپ پروسه هم د تدارکاتو په حال کې ده او موږ به هغه کتابونه هم چې د منځنۍ او لېسې دورې لپاره دي، ژر به چاپ او پر زده کوونکو به یې ووېشو، په اصل کې به سږکال موږ ۴۹،۲ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړو چې د کتابونو د کموالي ستونزې به نورې ونه لرو.

د زده کوونکو نیوکې بیا دا دي چې هغه کتابونه چې چاپېږي، هم د فساد له امله تر دوی نه رسېږي او د یوه نصاب له کتابونو له درېیو کلونو زیات کار اخلي چې د څيرې کېدو او خرابېدو له امله په کې درس لوستل ستونزمن وي.

XS
SM
MD
LG