د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د راشد خان د مور په مړینه ګڼو خلکو خواخوږي څرګنده کړې


 راشد خان
راشد خان

له افغان کرکټ ستوري راشد خان سره د ده مور په مړینه په افغانستان او نړۍ کې د کرکټ یو شمېر مینه والو خواخوږي ښودلې ده.

د کرکټ لوبې ۲۱ کلن افغان ستوري راشد خان ته که وروستي کلونه د لوبو په ډګر کې له بریاوو ډک وو، خو په شخصي ژوند کې بیا له پرلپسې تراژیدیو سره مخ شو.

تېر کال په جنورۍ میاشت کې راشد خان پلار ومړ او د پنجشنبې په ورځ یې مور له نړۍ سترګې پټې کړې چې د جمعې په ورځ یې په جلال اباد کې د جنازې مراسم ترسره شول.

د مور بیلتون ویرجن کړي راشد خان پر خپل ټویټر لیکلي: "ته زما کورې وې، زما مورې، ما له تا پرته کور نه درلود، زه باور نه شم کولی چې ته نوره ماسره نه یې، ته به تل په یاد یې، روح د ښاد."

په افغانستان کې د کرکټ ګڼو مینه والو، همدارنګه یو شمېر سیاستوالو، ټولنیزو شخصیتونو، ورزشکارانو له راشد خان سره د ده د مور په مړینه خواخوږي او غم شریکي کړې.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په یو پیغام کې د راشد خان د مور پر مړینه خواشینې ښودلې او له هغه سره یې په دې غم کې ځان شریک بللی.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د جمعې په ورځ په جلال اباد کې د راشد خان د مور تر جنازې وروسته هغه يوه درنه او پياوړې مېرمن ياده کړه او ویې ویل چې په خپله غېږ کې یې د داسې اولادونو روزنه وکړه، چې نن ټول هېواد ته ویاړونه ګټي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه رئيس لطف الله ستانکزي د جنازې په مراسمو کې راشد خان ته په تسلیت سربېره وويل، چې نړۍ کې ډېر خلک افغانستان د راشد خان په نوم پېژني او هغه يې د قوت غر ياد کړ.

افغان لیکوال نعمان دوست پر خپل ټویټر له راشد خان سره غمرازي کړې او لیکلي یې دي: "ته چې د ویاړونو ګټلو لپاره لوبیږې؛ نو د ټولو میندو دعاوې در سره دي"

افغان ژورنالیست جعفر هاند پر خپل ټویټر لیکلي: "په ټېلیفون د راشد خان ژړا او سلګو په ژړا او سلګو کړم."

نوموړې راشد خان ته په خطاب کې ویلي: "پوهېږم دا به دې د ژوند سختې ورځې وي."

ګڼو نورو افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو له دې افغان کرکټ ستوري سره د ده د مور د مړینې غم په یو ډول شریک کړی دی.

په نړۍ کې هم د راشد خان یو شمېر مینه والو او خواخوږو د ټولنیزو رسنیو له لارې له نوموړي سره غمرازي کړې.

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو یو یاد ټیم سن رایزر حیدر اباد پر خپل رسمي ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ راشد خان او د ده کورنۍ ته په دې سخت وخت کې تسلیت وایوو."

د هندوستان د کرکټ ټیم پخواني کیپتان سچن ټنډولکر پر خپل ټویټر راشد خان ته تسلیت ویلی او لیکي یې دي: "د داسې یو چا د لاسه ورکولو درد چې موږ سره د ځان تېرېدنې تر حد مینه کوې د درک څخه پورته دی."

راشد خان د کرکټ په کورنیو لوبو سربېره په ګڼو نړیوالو لیګونو او سیالیو کې لوبېدلی او د غوره توپ اچوونکي او ښه توپ وهونکي په توګه یې په کور دننه او نړۍ کې د لوبو ستاینه کېږي.

هغه تر اوسه ۴ ټیسټ لوبو، ۷۱ یو ورځنیو نړیوالو لوبو او ۴۸ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی.

نوموړی تېر کال د محدود اورونو د لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان وټاکل شو، خو وروسته یې بېرته پر ځای اصغر افغان کیپتان شو.

XS
SM
MD
LG