د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

کرکټ ټایمز: راشد خان د هند له پېژندل شوې څېرې ریدیما پاتیک سره خواله کړې


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • یونایتد پرس انټرنشنل (یو پي ای)

د یونایتد پرس انټرنشنل (یو پي ای) په نوم خپرونه د بشري حقونو د فعالانو د یوه نوي راپور په استناد لیکي، د فبرورۍ له وروستیو راپه دې خوا چې د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی په افغانستان کې تر ۸۰ ډېر ملکیان وژل شوي دي.

دا خپرونه بیا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا څرګندوي چې د فبرورۍ له ۲۹مې راوروسته ۸۳ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د (یو پي ای) خپرونې په باور په دې وژل شویو ملکیانو کې ملکي مأمورین، حکومتي کارکوونکي، قومي مشران او مذهبي مشران شامل دي او په دوی کې اته ښځې او اته ماشومان دي.

د خپرونې په باور د دې مرګ‌ژوبلې د نیمایي مسؤلیت طالبانو منلی دی او نیمایي نور یې داعش.

خپرونه وړاندې لیکي چې د بشري حقونو ډلو پر ټولو لورو غږ کړی دی، په ځانګړي ډول پر طالبانو چې د عادي ملکیانو او حکومتي مأمورینو له وژلو لاس واخلي.

(یو پي ای) څرګندوي چې له امریکایي لوري سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سولې له تړون راوروسته دې ډلې په افغانستان کې په سلګونه بریدونه کړي دي او د سیاسي چارو کتونکي په دې باور دي چې طالبان په دې ډول غواړي د خبرو د مېز پر سر خپل دریځ پیاوړی کړی.

طالبان وایي چې تر اوسه دوی داسې موافقه نه‌ده کړې چې له مخې یې په افغانستان کې شخړې راکمې کړي او دوی دې ته انتظار دي چې بین‌الافغاني خبرې پيل شي او په هغو کې پر دې مسئلې بحث وشي.

  • کرکټ ټایمز

په نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خپرېدو له امله ډېرې لږ لوبې کېږي. هر لور ته بندیزونه دي.

کرکټ ټایمز خپرونه لیکي چې په داسې چاپېریال کې لوبغاړي هڅه کوي چې له خپلو مینه‌والو سره د خواله رسنیو له لارې اړیکې وساتي.

کرکټ ټایمز وړاندې لیکي، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی راشد خان چې د هند په سن رایزر حیدراباد لوبډله کې هم لوبېږي په انسټاګرام کې د هند د ټلوېزیون له پېژندل شوې څېرې ریدیما پاتیک سره خواله کړې ده.

راشد خان ریدیما ته ویلي دي چې په افغانستان کې خلک د بالیووډ فلمونه خوښوي او ده هم هندي له دې فلمونو زده کړې ده. راشد خان وایي چې شاهرخ خان، سلمان خان او عامر خان هغه درې هندي ستوري دي چې په افغانستان کې ډېر مشهوره دي.

کله چې له راشد څخه پوښتنه وشوه چې ده د فلم کوم ستوری خوښ دی، نو ده په نارینه‌وو کې عامر خان ستایلی او په نجونو کې یې انوشکا شرما او پریتي زینتا غوره ګڼلې دي.

XS
SM
MD
LG