د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۵

د ناټو ۳۰ غړیو هېوادونو پر مهمو نړیوالو مسئلو خبرې پيل کړې

ارشیف
ارشیف

د ناټو تړون د ۳۰ غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د چهار شنبې په ورځ پر مهمو نړیوالو مسئلو خبرې پيل کړې.

د سرچینوپه حواله، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هڅه کړې چې له جرمني د امریکايي ځواکونو د وتلو اغېز کم وښيي.

سټولټنبرګ ویلي چې په اروپا کې د امریکا حضور د ټولو هېوادونو لپاره مهمه خبره ده خو په جرمني کې د پوځیانو د حضور څرنګوالی یوه دوه اړخیزه مسئله ده.

د امریکا متحده ایالات اوس‌مهال په جرمني کې ۳۴۵۰۰ عسکر او ملکي کارکونکي لري.

دا په اروپا کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز دی.

خو د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۵مه، پر جرمني تور پورې کړ چې د ناټو تړون د تمویل په برخه کې یې خپله ژمنه سر ته نه‌ده رسولې.

له دې سره سم ټرمپ وویل چې په جرمني کې د خپلو پوځيانو شمېر ۲۵۰۰۰ ته راکموي.

د ناټو یو شمېر ډیپلوماتانو دې مسئلې ته په اشاره، اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ښايي په یو اړخیز ډول له افغانستانه هم خپل عسکر وباسي.

یو شمېر ډیپلوماتانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت لپاره د امریکايي ځواکونو حضور حیاتي اهمیت لري.

هغوي ویلي چې داسې اقدام له اروپايي متحدانو سره د امریکا پر تعهد تېری ګڼل کېدلای او د افغانستان امنیت ته داسې پایلې درلودلای شي چې اټکل یې نه‌شي کېدلای.

د ناټو تړون په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې او هغو ته د سلا ورکولو ماموریت پرمخ بیايي.

خو یو شمېر ډیپلوماتانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ناټو به مجبوره شي چې فوراً په افغانستان کې رونیز پروګرامونه بند کړي ځکه اوس‌مهال د ناټو ځواکونو د امنیت په برخه کې پر امریکايي قواوو متکي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۹مه، له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه.

په موافقه کې د ځیني شرایطو پر اساس، منل شوې چې امریکا به د را روان کال تر پسرلي خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي.

د ناټو غړي غواړي چې په راتلونکو میاشتو کې پردې مسئله خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د غړو هېوادونو دفاع وزیران په نننۍ غونډه کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راتګ په صورت کې پر عملیاتي پلانونو، د طبي وسایلو د زېرمه کولو پر پلانونو او د بحرانونو په وخت کې د مرستې د یوه صندوق په جوړولو هم خبرې کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG