د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

درې اړخیزه غونډه؛ امریکا او روسیې د سولې برخه کې د افغانستان د هڅو هرکلی وکړ


د امریکا او روسیې بیرغونه
د امریکا او روسیې بیرغونه

امریکا او روسیې په ګډه مذاکراتو او سولې ته د رسېدو په لاره کې د افغانستان د هڅو هرکلی کړی دی.

افغانستان، امریکا او روسیې پرون ماښام د افغانستان د سولې پر موضوع درې اړخیزه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د امریکا او روسیې لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د زندانیانو پر راخوشې کېدو، بین‌الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند او د افغانستان د سولې په خاطر د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ګډون کړی وو.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا او روسیې حکومتونو د زندانیانو د راخوشې کولو په برخه کې د افغانستان د ژمنو هرکلی وکړ ځکه دا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام دی.

په خبرپاڼه کې د امریکا او روسي چارواکو له قوله راغلي چې د جګړې ټول لوري غواړي د مثبتې فضا په پام کې نیولو سره چې اوس رامنځته شوې ده، تاوتریخوالی کم کړي.

په اعلامیه کې د دواړو لورو له‌خوا بین‌الافغاني خبرو ته د چمتووالي هرکلی شوی او ویل شوي چې دایمي او پراخ اوربند باید د دغو بحثونو اصلي ټکي وي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغانستان د سولې په خاطر سیمه‌يیزې او نړیوالې اجماع ته هم په اشاره راغلي چې اجماع په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له مهمو مواردو ده.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې درېیو اړخونو یعنې افغانستان، امریکا او روسیې توافق وکړ چې د افغانستان د سولې اړوندو خپلو غونډو ته به دوام ورکړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو درې زره بندیان ورخوشې کړي دي او ژمنه‌یې کړې ده چې دوه زره نور زندانیان به راخوشې کړي. په بدل کې به طالبان د افغان حکومت زر بندیان خوشې کوي. دا تر بین‌الافغاني مذاکراتو پیلېدو مخکې د طالبانو شرط دی.

ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان، امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو په داسې حال کې د سولې د هڅو په اړه خبرې کړي چې ټاکل شوې ده د ناټو د دېرشو غړیو هېوادونو دفاع وزیران سبا او بل سبا (د جون ۱۷مه او ۱۸مه) د کرونا ویروس بحران ته د رسېدو ترڅنګ د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وکړي.

په دې غونډه کې چې د ناټو د ۳۰ غړو دفاع وزیران په‌کې ګډون کوي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ارزونه هم کېږي.

دا غونډه د وېډيوی کنفرانس په توګه جوړېږي.

د دې غونډې په درشل کې ناټو ته د امریکا استازې کې‌بیلي هاچیسن پر خپله ټويټر پاڼه د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۵مه، په خپره کړې وېډيو کې ویلي چې هیله لري د بین‌الافغاني خبرو په نتيجه کې به داسې موافقه رامنځته شي چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

ناټو ائتلاف ته د امریکا استازې په خپل پيغام کې ویلي: "اوس‌مهال افغانستان د یوه ټول‌شموله حکومت جوړولو او تلپاتې سولې تاریخي فرصت لري. افغانان غواړي دا جګړه پای ته ورسېږي او موږ هیله لرو چې د بین‌الافغاني خبرو په نتيجه کې به داسې موافقه رامنځته شي چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، انساني حقونه خوندي شي، قانون پر هر څه برلاسی وي او د ترورېستانو خوندي ځایونه د تل لپاره له‌منځه لاړ شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق پر اساس چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شو، بین‌الافغاني خبرې باید د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شوې وی، خو تر اوسه دا کار نه‌دی شوی.

افغان حکومت او طالبانو د یکشنبې په ورځ (د جون په ۱۴مه) نېټه تأیید کړه چې لومړي بین‌الافغاني مذاکرات به په دوحه کې کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په همغه ورځ پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل چې حکومت توافق کړی چې یوازې لومړۍ غونډه په دوحه کې جوړه شي او د مخامخ خبرو ځای تر اوسه نه‌دی مشخص شوی.

بل لور ته په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل، که د دې ډلې دوه زره نور زندانیان راخوشې شي، دوی به په یوه اوونۍ کې مذاکراتو ته چمتو شي.

قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین
قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین

د سولې لپاره پر ټولو هڅو سربېره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه‌ده کمه شوې او جګړه همداراز دوام لري.

خو یوازې د کوچني اختر په ورځو کې طالبانو او حکومت په تاریخ کې دوهم ځل درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې هرکلی یې پر نړیواله کچه وشو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG