د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۱۹

فارین پالیسي: د امریکا سنا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو لپاره ځوابونه غواړي


ارشیف
  • فارین پالیسي

فارین پالیسي خپرونه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري "سنا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو لپاره ځوابونه غواړي."

په مقاله کې راغلي، دا خبرونه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي د ډیرې پاملرنې وړ نه دې ګرځېدلي، ښایي علت یې د کرونا ویروس خپرېدل وي یا په متحد ایالتونو کې وروستي اعتراضونه!

خو د کانګرس یو شمېر استازيو د سناتور انګیس کینګ په ګډون چې د ملي امنیت پر موضوع تمرکز کوي، دا خبره نه ده هېره کړې.

کینګ چې خپلواک سناتور دی تېره اوونۍ یې د ډیموکراتانو له یوې ډلې سره غونډه وکړه او دوی یو لیک د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر جان راتکلیف ته واستاوه.

په دې لیک کې غوښتل شوې دي چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وار له مخه ایستلو په اړه توضحیات ورکړي.

دغو سناتورانو خبرداری ورکړی دی چې له بېړې سره به امریکایي سرتېرې هغسې له خطر سره مخامخ شي لکه څرنګه چې تېر کال په سوریه کې مخامخ شول.

سناتور کینګ فارین پالیسي ته وویل: "ولسمشر بارک اوباما دغه تېروتنه په عراق کې کړې وه."

فارین پالیسي دا مرکه په تفصیل خپرې کړې ده.

په دې مرکه کې سناتور کینګ وایي، د ځواکونو یو دم ایستل به په اساسي ډول له ترهګرو سره د مبارزې په ماموریت اغېز وکړي او موږ به بېرته هغه ځای ته ستانه شو چې له کوم ځایه مو دا مبارزه پیل کړې وه.

کینګ زیاتوي، داسې نه ښکارې چې طالبان له داعش سره خواخوږي لري خو دوی هر وخت له القاعده سره نژدې پاتې شوې دي او ښکاره ده چې حقاني ډله د طالبانو برخه ده.

سناتور کینګ چې په کانګرس کې اته کاله د استخباراتو او نظامي کمېټو غړی پاتې شوی دی، زیاتوي د اوباما په وخت کې د پوځیانو ایستل له شرایطو سره تړل شوي و له جنتري سره نه ،چې دا وخت به وځو او دا هم ښه خبره ده چې موږ ټول ځواکونه وباسو، خو هغه وخت چې ډاډه شو.

  • ال افریقا

ال افریقا خپرونې له سیاسته لرې یوه مسئله رااخیستې ده، له زیمبابوې سره یې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د زیمبابوې کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت له افغان کرکټ لوبډلې سره یو لړ لوبې وکړي.

خو د زیمبابوې کرکټ بورډ وایي چې لومړی باید حکومت اجازه ورکړي.

ویسټ اینډیز لومړی ټیم دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته یې د سې شنبې په ورځ انګستان ته لوبغاړي واستول.

د ویسټ اینډیز لوبډله به درې اوونۍ په قرنطین کې تېروي بیا به تر لوبو مخکې هر لوبغاړی معاینه کېږي او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به یو لړ نور تدابیر هم ترسره کېږي.

ال افریقا خپرونه لیکي چې زیمبابوې هم غواړي چې افغان لوبغاړي تر لوبو مخکې قرنطین کړي.

خپرونې د زیمبابوې د کرکټ بورډ د سرپرست ګیویمور ماکاني خبرې رااخیستې ده چې وایي، د هر لوبغاړې تبه به کتل کېږي.

ماکاني زیاته کړه چې ماسکونه به د هر لوبغاړي او له لوبډلې سره د همکارانو لپاره تیار وي، عفوني ضد مواد به وي، پر توپ به د ښویه کېدو لپاره چې وڅرخي څوک لاړې نه تو کوي او تر دې لوبو مخکې به تمرینات هم د وړو ګروپونو په شکل ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG