د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

بندي:د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د نړۍ مشران برخه نه شي اخیستلای


د ملګروملتونو سازمان ۷۵ کاله مخکې جوړ شوی او په دومره کلونو کې دا اول وار دی چې د نړۍ مشران یې په کلنۍ غونډه کې برخه نه شي اخستلای.
د ملګروملتونو سازمان ۷۵ کاله مخکې جوړ شوی او په دومره کلونو کې دا اول وار دی چې د نړۍ مشران یې په کلنۍ غونډه کې برخه نه شي اخستلای.

د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې مشر پرون د جون په اتمه، وویل چې د نړۍ مشران د دې سازمان کلنۍ غونډې ته چې په سېپټېمبر کې باید جوړه شوې وای، نه شي ورتلای.

د ملګروملتونو سازمان ۷۵ کاله مخکې جوړ شوی او په دومره کلونو کې دا اول وار دی چې د نړۍ مشران یې په کلنۍ غونډه کې برخه نه شي اخستلای.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشر تیجاني محمد بندي پرون په نیویارک کې خبریالانوته وویل چې د نړۍ مشران د کرونا وبا له کبله نیویارک ته سفر نه شي کولای.

د امریکا متحد ایالات په اوسمهال کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې لري او په امریکا کې تر هر بل ایالت ، نیویارک زیات ځپل شوی دی.

تیجاني محمد بندي څرګنده کړه چې په راتلونکو دوو اونیو کې به دا څرګنده شي چې د نړۍ د ۱۹۳ هېوادونو مشران به څرنګه پر سختو نړیوالو مسئلو څرنګه نظر څرګند کړي او خبرې سره وکړي.

هغه وویل چې د نړۍ مشران نه شي کولای چې نیویارک ته ولاړ شي د دې لپاره چې د نړۍ یو مشر یوازې سفر نه کوي او دا غیر ممکنه ده چې ستر پلاوي په داسې حالت کې له ځان سره نیویارک ته بوځي.

محمد بندې زیاته کړه چې په وروستیو ۷۵ کلونو کې داسې وضعیت نه وو پېښ شوی نو له دې کبله دوي لا نه پوهېږي چې څرنګه کولای شي له دې وضعیت سره څرنګه معامله وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش تېره میاشت وړاندیز وکړ چې د نړۍ د مشرانو غونډه چې ددې سازمان د جوړېدو پینځمه اویایمه کلیزه په کې لمانځل کېده، باید محدوده شي.

ګوټرش د اسامبلې مشر ته په لیک کې لیکلي و چې د حکومتونو مشران دي خپل پیغامونه ثبت کړي او په نیویارک کې د هر هېواد یو ډیپلومات به د اسامبلې په خونه کې د خپلو حکومتونو د مشرانو پيغامونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش

خو تیجاني محمد بندې د دوشنبې په ورځ وویل چې د سېپټېمبر په وروستیو کې به یوازي د سلو په شاوخوا کې وګړي د اسامبلې خونې ته د ورتګ اجازه لري.

هر کال د ملګروملتونو د سازمان د عمومي اسامبلې غونډې ته زرګونه دولتي چارواکي، ډیپلوماتان او د مدني ټولنې استازي ورځي.

د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې تر څنګ هر کال سل هاوو غټې او وړې غونډې جوړېدې او پر مهمو نړیوالو مسئلو بحثونه کېدل.

سږکال باید د نورو کلونو په پرتله زیات مشران باید د ملګرو ملتونو په سازمان کې را غونډ شوي وای او د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو پنځمه اویایمه کلیزه یې باید لمانځلې وای.

د ملګرو ملتونو سازمان ددوهمې نړیوالې جګړې په پای کې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشر تیجاني محمد بندې پرون وویل چې د دې سازمان د جوړېدو د لمانځلو مراسم به په یوه ورځ کې نه وي محدود بلکې د جون له ۲۶مې پيل شي او ټول کال به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG