د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون کوي


ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون او وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ښاغلی عبدالله به راتلونکی اوونۍ په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

دی وايي:

"ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په را روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي او د افغانستان په استازیتوب به په دې غونډه کې برخه واخلي. ښاغلی عبدالله به د افغانستان د روانو ستونزو او خنډونو او د ملګرو ملتونو له غړو هېوادو سره زموږ د اړیکو د څرنګوالي په اړه وینا وکړي."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

ښاغلي میثم زیاته کړه چې نیویارک ته د عبدالله د سفر د اجنډا په اړه نور جزییات به وروسته روښانه شي.

تېرکال د ملګروملتونو په دوه اویایمه عمومي اسامبله کې افغان ولسمشر اشرف غني ګډون وکړ او وینا یې واوروله.

ښاغلي غني د دې غونډې په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالاتو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره هم کتلي و.

تېرکال د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې افغان ولسمشر اشرف غني ګډون وکړ او د دې غونډې په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالاتو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره هم کتلي و
تېرکال د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې افغان ولسمشر اشرف غني ګډون وکړ او د دې غونډې په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالاتو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره هم کتلي و

د حکومت یوې باوري سرچینې- چې نه غواړي نوم یې افشا شي، آزادۍ راډیو ته وویل، په پام کې وه چې په سږنۍ عمومي اسامبله کې بیا هم ولسمشر غني برخه واخلي خو دې سرچینې د جزییاتو او دلایلو له روښانولو پرته څرګنده کړه چې نیویارک ته د ولسمشر سفر فسخ شوی دی او پرځای یې اجرائیه رئیس ځي.

ټاکل شوې چې د درې اویایمې عمومي اسمبلې بحثونه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۵ پیل شي او د ټاکلي مهالوېش له مخې د افغانستان استازی د سپټمبر په ۲۶ مه نیټه وینا کوي.

XS
SM
MD
LG