د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

‎داعش؛ ‎د افغانستان لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ، که ځپل شوې ‌‌‌‌‌‌ډله؟


ارشیف
ارشیف

که څه هم د افغانستان حکومت په ځلونو د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د کمزورې کېدو او ان له‌منځه وړو خبره کړې، خو په وروستۍ یوه میاشت کې دې ډلې درې بریدونه کړي دی کړي.

‎یوې باخبره امنیتي سرچینې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د حقاني شبکې، لشکر طیبه، القاعده او نورو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو په همکارۍ دا حملې ترسره کړې دي.

‎تازه کورنیو چارو وزارت بیا وایي تر کومه چې په نړیواله کچه د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځپلو لپاره یوه اجماع رامنځته نه شي دا به نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو ته هم یو ستر ګواښ وي.

‎داعش؛ ‎د افغانستان لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ، که ځپل شوې ‌‌‌‌‌‌ډله؟

‎که څه هم افغان حکومت په ځلونو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د له‌منځه وړو او کمزورې کېدو خبره کړې، خو په وروستۍ یوه میاشت کې دې ډلې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې درې سترې حملې ترسره کړي چې مرګ ژوبله یې هم درلودله.

یوې باخبره امنیتي سرچینې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته تایید کړه چې په ننګرهار کې په يوه جنازه او کابل کې په یوه روغتون او وزیر محمد اکبر خان جومات باندې یادې ‌‌‌‌‌‌ډلې حملې ترسره کړي چې مسئولیت یې هم داعش یا اسلامي دولت نومې ‌‌‌‌‌‌ډلې منلی دی.

‎د دغې باخبرې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته دا هم وویل، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې په ملي سل بستریز روغتون برید چې میندو او نو زېږو ماشومانو ته هم په کې مرګ ژوبله هم واوښته یوازې د داعش یا اسلامي دولت نومې ‌‌‌‌‌‌ډلې کار نه بلکې نورې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې لکه لشکر طیبه، حقاني شبکې او نورو ‌‌‌‌‌‌ هم په کې ښکېل وي چې په خبره یې په اړه یې څېړنې روانې دي.

‎د دې ډلې وروستۍ حمله د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وزیر اکبر خان جومات چې په کې د دې جومات خطیب محمد ایاز نیازي هم ووژل شو.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي که څه په دې ورورستیو کې یې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځپلو لپاره اقدامات تر سره کړي خو په خبره یې په دې برخه کې باید نړیواله اجماع رامنځته شي.

‎د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "که څه هم موږ هڅه کوو چې دا ‌‌‌‌‌‌ډله نوره هم وځپو او د رهبرۍ په کچه یې کسان ونیسو خو مهمه دا ده چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځپلو لپاره یوه نړیواله اجماع رامنځته شي ځکه دا ‌‌‌‌‌‌ډله نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ستر ګواښ دی."

طارق ارین
طارق ارین

‎ښاغلی ارین وایي داعش یا اسلامي دولت نومې ‌‌‌‌‌‌ډله د نورو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو په مټ او همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

‎دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې د داعش ډلې سره د حقاني شبکې د اړیکو خبره کړې او زیاتوي، حقاني شبکې په کابل کې د بریدونو لپاره داعش دلې ته زمینه برابره کړې ده.

‎له دې سره ځینې کارپوهان په دې باور دي چې یاده ‌‌‌‌‌‌ډله د طالبانو ځای ناستې کېدای شي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډله په واشنګټن کې د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر یاسر احمدزی چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې په اړه څېړنې هم کوي وایي په راتلونکي کې احتمال شته چې ډېری طالبان هم طالبانو هم له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره یو ځای شي.

هغه زیاتوي: "طالبان که په سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډول راځي او له افغان حکومت سره یو ځای کېږي خو ګمان کېږي هغه ‌‌‌‌‌‌ډله یې چې د دوی او د امریکا د هوکړې خلاف ده چې د حزب ولایت په نوم یادېږي هغوی به له داعش سره یو ځای کېږي، بل لور ته د سیمې استخبارات په ځانګړې توګه پاکستان د طالبانو له هوکړې سره دوی له لاسه ورکړل اوس دوی غواړي د یوې بلې قوي کړۍ لکه د داعش په مټ خپلې ګټې په افغانستان او نورو هېوادونو کې تامین کړي."

‎ښاغلی احمدزی وایي داعش یا اسلامي دولت نومې ‌‌‌‌‌‌ډله لا هم د افغانستان لپاره ګواښونکې وسله واله ‌‌‌‌‌‌ډله ده او ځپل یې اسانه نه دي.

‎د نوموړي په خبره، دغه ‌‌‌‌‌‌ډله ورځ بلې ته د پیاوړي کېدو په هدف په ښارونو کې جنګیالي جذبوي.

‎ د امریکا د سولې انسټیټیوټ د جون په لومړۍ نېټه په یوه راپور کې وویل، داعش ډله په کابل په ډېرې تېزۍ سره سربازګیري کوي او په یوه لوی خطر بدلېدونکې ده.

‎خو تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ۳۰ تنه غړي له خپلو کورنیو سره افغان حکومت ته تسلیم شول چې لا یې هم برخلیک معلوم نه دی.

‎همدارنګه د کابل په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کونړ او یو شمېرو نورو ولایتونو کې مهم غړي د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي او یا نیول شوي دي چې یو یې هم د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د خراسان د څانګې مشر اسلم فاروقي چې دا مهال له افغان حکومت سره په بند کې دی.

XS
SM
MD
LG