د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

مصر کې افغان محصلان: قرنطین له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یو


په مصر کې یو شمېر افغان محصلان
په مصر کې یو شمېر افغان محصلان

مصر کې سلګونه افغان محصلین د لیلیو دننه قرنطین له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، هر څومره ژر چې امکان وي باید مالي ملاتړ یې وشي او افغانستان ته‌یې د لېږدولو اسانتیاوې برابرې شي.

دغلته د افغان محصلانو استازی دلاور پتیال وایي، نږدې ۶۰۰ ملګري یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او افغانستان ته د تګ لارې پرې بندې دي.

ښاغلی پتیال وایي، قاهره کې افغان ډیپلوماتان هم ډېر په ځنډ د دوی پوښتنې ته ورغلل او د ده په خبره د ستونزې د هواري عملي هڅه‌یې لا نه‌ده کړې.

دلاور پتیال
دلاور پتیال

ښاغلی پتیال زیاتوي: "موږ څه باندې دوه میاشتې کېږي چې قرنطین یو، ډيپلوماتان هم دوه نیمې میاشتې وروسته زموږ پوښتنې ته راغلل، هغه هم له هغه وروسته راغلل چې د لیلیې مدیر ورنه غوښتنه وکړه چې راشي، څلور افغان محصلان په کرونا اخته دي، د لیلیې مدیر افغان ډيپلوماتانو ته وویل، تاسو هر وخت کولای شئ خپل اتباع وباسئ، ډيپلوماتان راغلل، یوازې یې څو ماسکونه، د ویروس ضد مایع او دستکشې راوړې، نور سفارت موږ سره تر اوسه کوم کار نه‌دی کړی."

افغان حکومت هغو محصلانو ته چې د بورس له لارې مصر ته تللي، د میاشتې ۸۰ ډالره ورکوي، خو ښاغلی پتیال وایي، دوی تر اوسه د تېر لمریز کال د شپږو میاشتو پیسې هم نه‌دي ترلاسه کړي.

نوموړی وایي، پر الازهر سربېره د قاهرې په پوهنتون کې هم شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان له ورته برخلیک سره مخامخ دي.

دلاور پتیال وایي، افغان حکومت لکه څنګه چې له نورو هېوادونو خپل اتباع وایستل، باید له مصر نه هم حد اقل د رخصتۍ پر مهال محصلان وباسي.

ښاغلی پتیال زیاتوي: "موږ همدغه غواړو چې د سفر زمینه برابره شي، هغه هم هلته چې د محصلانو مدت معاش ورکول شي، هغه محصلان چې دا معاش نه‌لري، هغو سره لکه څنګه چې حکومت ژمنه کړې، مرسته وکړي، موږ نه‌غواړو چې الوتکه دې موږ وړیا انتقال کړي، لکه څنګه چې افغان حکومت له هند، قطر، اماراتو او سعودي نه محصلان او کارګر وایستل، داسې دې له موږ سره هم وکړي، نیمایي قیمت باندې دې ټکټ راته واخلي."

په مصر کې تر ۳۵۰ پورې داسې افغان محصلان شته چې د دولت معاش نه‌ترلاسه کوي، خو افغان دولت دوی سره د یوې اندازې مالي مرستې ژمنه کړې.

په قاهره کې د افغانستان سفارت د محصلانو ستونزې مني او وایي د هواري لپاره‌یې لاس په کار شوي دي.

مصر کې افغان محصلان
مصر کې افغان محصلان

په مصر کې د افغان سفارت مستشار امین‌الحق احمدي ازادي راډیو ته وویل، بې‌بورسه محصلانو ته د مرستې پیسې چې نږدې ۲۵۰ ډالر کېږي، منظورې شوي او دغه‌راز یې د تګ په لارو چارو هم غور شوی.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "دا مهال پروازونه نه‌شته، موږ د محصلانو مشکلات د حکومت مشرتابه ته انتقال کړي دي، هیله کوو چې دوی ته یوه چارتر الوتکه پیدا شي، که داسې نه‌کېږي، موږ ته دې هدایت راکړي چې یوه چارتر الوتکه برابره کړو، محصلین مالي ستونزې هم لري، له مرکزه موږ ته احوال راکول شوی چې له محصلینو سره د مرستې پیسې منظورې شوې او راتلونکې اوونۍ به راورسېږي."

د سفارت مسؤلین مني چې په بورس تللو محصلانو ته ټاکل شوی معاش هم په خپل وخت نه‌رسېږي، خو دوی وایي د دې لامل په مالیې او لوړو زده‌کړو وزارتونو کې د چارو سستوالی دی.

په مصر کې افغان محصلان داسې مهال خپل هېواد ته د تګ نیت لري چې افغانستان کې هم ورځ تر بلې کرونا ویروس خپرېږي.

یوه وېره دا هم شته که محصلان افغانستان ته ولېږدول شي، ممکن هغه هېواد کې د حالت په خرابېدو دوی بېرته درسونو ته د تګ فرصت له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG