د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

له هندوستان ۱۷۱ افغانان خپل هېواد ته ستنېږي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

ټاکل شوې د هندوستان له درېیو ښارونو څخه شااوخوا ۱۷۱ افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

دا وروسته له هغه چې ګڼ شمېر افغانان د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په هندوستان کې بند پاتې وو.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دا افغانان د هندوستان له درېیو ښارو څخه افغانستان ته لېږل کېږي چې ډېری یې محصلین دي.

د راپور له مخې ۴۱ افغان محصلین به د شنبې په ورځ په لومړي پرواز کې هېواد ته ستانه شي. راپور همداراز وايي، کابل ته له رسېدو وروسته به د کرونا ویروس لپاره د ټولو کسانو معاینات وشي. هغوی چې ناروغ دي، روغتیايي مرکز ته او مشکوک کسان به په قرنطین کې وساتل شي.

په همدې حال کې په چین کې د افغانستان سفیر وايي، هغه افغان سوداګر چې غوښتل‌يې د روژې میاشت له خپلو کورنیو سره تېره کړي، د پنجشنبې په شپه له پیکېنګ څخه کابل ته انتقال شول.

جاوېد قایم دا خبره پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلې او ویلي یې دي چې دا کسان د اریانا شرکت په یوه ځانګړي پرواز کې کابل ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG