د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

افغانستان کې کرونا ویروس تېره یوه میاشت شپږ برابره زیات شوی


د کابل افغان-جاپان روغتون کې یو ډاکتر په کرونا ویروس اخته ناروغې ته د لارښوونې پر مهال.
د کابل افغان-جاپان روغتون کې یو ډاکتر په کرونا ویروس اخته ناروغې ته د لارښوونې پر مهال.

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې په تېره یوه میاشت کې شپږ برابره زیاتې شوي.

هغه ارقام چې د ثور میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر دا مهاله خپاره شوي ښيي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۲ زرو څخه ۱۴ زرو ته لوړې شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۰» رسنیو ته په استولي پیغام کې ويلي، که له دې ویروس سره جدي مبارزه ونه‌شي په هر کور په کور به خلک پرې اخته شي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "د کرونا ویروس له بده مرغه په افغانستان کې فاجعه رامنځته کوي، وروستۍ شمېرې ښیي چې پېښې په زیاتېدو دي، که خلک همکاري ونه‌کړي ډېر به اخته شي او له دې سره به د افغانستان روغتايي سیستم هم تر فشار لاندې راشي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح

ښاغلی مجروح وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر اوس‌مهال ۱۴،۵۲۵ ته رسېدلی دی.

د ده په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه ۱،۳۰۰ کسان له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغ شوي او ۲۴۹ کسه بيا د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

په همدې حال کې روغتیا پالان هم د دې ویروس خپرېدا اندېښمن کړي دي.

په کابل کې د انتاني روغتون رئیس ډاکتر اسدالله عصمت وايي، د کرونا د خپرېدو بڼه اوس بدله شوې ده.

ښاغلي عصمت زیاته کړه: "هغه علایم چې پخوا زیاد و، اوس کم شوي دي او د محرقې په نوم‌یې درملنه کوي، دا د کرونا همغه بڼه ده، خو لږ خفیفه ده، د کرونا اساسي تداوي چې د هغه واکسین دی تر اوسه نه‌دی جوړ شوی."

کابل کې د قرنطین ورځو پر مهال منډوي سیمه
کابل کې د قرنطین ورځو پر مهال منډوي سیمه

دی له خلکو غواړي چې د کرونا واکسین تر جوړېدو پورې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د حکومت له لوري په وار وار له ټينګار سره سره لا هم خلک قرنطین جدي په پام کې نه‌نیسي او عادي چلند ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG