د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثتبو پېښو شمېر ۱،۴۵۲۵ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس څه باندې ۸۵۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، دغه هېواد کې روغتونونه په ډکېدو دي او د ویروس خپرېدا هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "کرونا ورځ تر بلې په زیاتېدو ده، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۴۲۵ سمپلونه ټسټ شوي، له دې ډلې ۸۶۶ مثبت دي، ۳ تنه وفات شوي او ۴۴ نور روغ شوي دي، ټولې پېښې ۱،۴۵۲۵ شوې، ۲۴۹ تنه مړه شوي او ۱،۳۰۳ تنه روغ شوي دي."

نوموړي وویل، حکومت د نویو روغتیایي مرکزونو د جوړولو هوډ لري، خو له خلکو یې یو ځل بیا وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنې او ټولنیز واټنونه په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG