د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

کورنیو چارو وزارت: ۸۰ سلنه کوکنار د وسله والو مخالفینو کنټرول لاندې سیمو کې کرل شوي


ارشیف
ارشیف

د کورنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو د کښتونو د دوام خبر ورکوي.

که څه هم د افغانستان په ګرمسیرو ولایتونو کې بزګرو د کوکنارو د لومړي فصل حاصلات ټول کړل، خو افغان حکومت تر دې مهاله یوازې تر خپل واک لاندې سیمو کې (۴۶۶) هکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي، ځکه نو د دوی خپل ټول پام د نشه يي موادو د تولید د کارخانو ویجاړولو او د قاچاقو مخنیوي ته اړولی دی.

احمدي وايي: "ّپه سلو کې (۸۳) کوکنار د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي، د دولت وسله وال مخالفین د همدې نشه يي موادو له پیسو څخه عواید تر لاسه کوي. چیري چې افغان ځواکونه شته، هلته کوکنار نشته. که د افغان ځواکونو واک پراخ شي، نو ډاډه اوسئ چې هلته به کوکنار ونه کرل شي. ځکه چې د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق د دولت د وسله والو مخالفینو مالي سرچینه ده."

د تېرو کلونو پر خلاف اوس د افغانستان په ګرمسیرو ولایتونو کې له دریو څخه نیولې بیا تر څلورو فصلونو پورې کوکنار کرل کېږي، چې د نشه يي موادو مافیايي ډلې د دې ولایتونو په ناامنو سیمو کې د تاریاکو د پروسس لپاره سیاري کارخانې جوړې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ډېره سخته ده چې موږ دي د کوکنارو د بوټو په اړولو سره د دې کښتونو مخه ونیسو، موږ باید خپل ټول پام عامه پوهاوي، بدیلو کښتونو او د نشه يي مواد د قاچاق کوونکو نیولو ته واړوو.

خو په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او له نشه يي موادو سره د مبارزې کمیسیون غړی هاشم الکوزی وايي چې ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي، چې په کښتونو کې یې هیڅ کموالی نه دی راغلی.

الکوزی زیاتوي: "د افغانستان پنځوس په سلو کې ځمکې د طالبانو تر واک لاندې دي، چې هلته کوکنار کرل کېږي او کښتونه یې ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې یو خو کال اباد او باراني و او له بلې خوا د طالبانو نفوذ تر پخوا پراخ شوی دی، چې له دې سره د کوکنارو کښت هم ورسره ډېر شوی دی."

په (۱۳۹۷) کال کې د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي ول، خو په (۱۳۹۸) کال کې افغان حکومت لا هم د هغو ولایتونو لیست نه دی خپور کړی چې ورکې کوکنار کرل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په روان شمسي کال کې یوازې په هلمند، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د کوکنارو د کښتونو اړولو کمپاین شوی او په نورو سیمو کې بزګرو د کوکنارو حاصلات ټول کړي دي.

----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG