د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د کابل والي: ګرځ‌بندیز غځېدلی، خو محدودیتونه کم شوي


ارشیف
ارشیف

د کابل والي وایي ګرځ‌بندیز غځیدلی، خو محدودیتونه کم شوي دي.

کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په هدف د محدودیتونو د کمېدو طرحې پر بنسټ چې د کابینې له‌خوا تصویب شوې، محدودیتونه نرم شوي دي.

ښاغلي حیدري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۸» ازادي راډیو ته زیاته کړه: "اوس هم قرنطین ادامه لري، خو د محدودیتونو کمېدو سره هغه خلک چې بېلابېلو برخو کې کار ته ځي باید ټولنیز واټن او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي."

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

ښاغلی حیدري وايي د دې طرحې پر بنسټ به کسبه‌کاران او دکانونه په مختلفو ساعتونو او په وقفه‌یي توګه فعالیت کوي. کوچني وسایط به د ورځې او لویو ته به د شپې له‌خوا د ګرځېدو اجازه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه شرایطو ته په کتو او د روغتیا وزارت د امر سره سم به بيا د قرنطین ختمېدو پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د زیاتېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل چې افغانستان کې په 'کووېډ-١٩' اخته کسانو شمېر ١٣،٠٣٦ ته ورسېد.

ښاغلي مجروح ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ١،٠٧٢ ناروغانو سمپلونه ارزول شوي چې ٥٨٠یې مثبت دي.

هغه یو ځل بیا د کرونا ویروس د چټک خپرېدو ګواښ وکړ.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس لمن په پراخېدو ده، هر څومره چې موږ د دې ویروس د اوج په طرف غځېږو هغومره باید احتیاط هم زیات کړو، موږ له خلکو غوښتنه لرو چې تدابیر جدي ونیسي تر څو په دې ویروس د اخته کسانو شمېر کم شي."

وحید مجروح
وحید مجروح

ښاغلي مجروح وويل چې د 'کووېډ-١٩' ناروغۍ له امله تر اوسه ٢٣٥ کسان مړه شوي او ١،٢٠٩ بېرته روغ شوي دي.

وموغوښتل د قرنطین غځېدو او محدودیتونو د کمېدو په اړه هم د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر خلکو د 'کووېډ-١٩' ناروغي جدي نه‌ده نیولي او د روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف له کورونو دباندې وځي او ګڼه ګوڼه جوړوي.

XS
SM
MD
LG