د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

افغانستان کرونا ویروس خلک له رواني ستونزو سره مخ کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس پېښې نږدې ۱۲ نیم زرو ته ورسېدې.

دغه ويروس ورځ بلې ته په چټکۍ خپرېږي او خلک وایي چې په ټولنه کې یې ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

‎د کابل ښار اوسېدونکی لیکوال او ژورنالېست ارشاد رغاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» وایي چې د حکومت له لوري د کرونا ویروس پر ضد تبلیغاتو کې د خلکو روان ته پام نه‌دی شوی.

‎ښاغلی رغاند زیاتوي: "د کرونا په اړه له طبیعي وېرې ورهاخوا چې ټول انسانان‌یې ترې لري، په افغانستان کې د دغه ویروس په اړه کمزوری پوهاوی، اقتصادي ستونزې او په تبلیغاتو کې د خلکو رواني خوندیتوب ته نه‌پاملرنه د دې لامل شوې چې دا روحي ستونزې په خلکو کې زیاتې شي."

‎بل لور ته د دغه ښار بل اوسېدونکی او د پوهنتون استاد هدایت‌الله پکتین وایي چې د کرونا ویروس له امله د قرنطین په وضع کېدو سره ‌‌‌‌‌‌ډېر بې‌وزلو خلکو خپل کاروبارونه له لاسه ورکړل چې اوس له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ارشیف، افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

ښاغلی پکتین زیاتوي: "افغانستان کې خلک د کرونا ویروس له امله له رواني فشارونو سره مخ شوي، ځکه دلته د خلکو اقتصاد کمزوری دی، هغوی چې واړه کاروبارونه کول لکه دکانداري یا کراچي‌واني هغوی اوس په کورونو کې دي او اقتصادي ستونزې لري، نو ځکه اوس له روحي ستونزو سره مخ شوي دي."

‎د کابل ښار دغه اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارت غواړي چې د عامه پوهاوي ترڅنګ دې رواني مشاورین او متخصصین مؤظف کړي تر څو خلکو ته له رواني اړخه پوهاوی ورکړي.

‎د دوی په خبره، که دې موضوع ته جدي پام ونه‌شي په کورنیو کې به تاوتریخوالی زیات شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ۴۰ کلنې جګړې او له امله‌یې په ټولنه کې ناخوالو په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو په دوامداره توګه د خلکو پر اذهانو منفي اغېز کړی او خلک‌یې له دې پلوه زیانمن کړي دي.

‎خو روغتیا پالانو تل ټینګار کړی چې د کرونا ویروس پر وړاندې لوړه روحیه ساتل دا وژونکی ویروس له ماتې سره مخ کولای شي.

‎له دې سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت مني چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره په ټولنه کې رواني ستونزې هم زیاتې شوي چې خلک‌یې له ژورو خپګانونو سره مخ کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی به د رواني او روحي ستونزو د حل لپاره ژر یو مشخصه پلان پلی کړي.

‎ښاغلی مجروح زیاتوي: "که څه هم موږ په ټولو روغتیایي مرکزونو کې رواني مشاورین وګمارل، خو اوس هڅه کوو قرنطین وغځوو غواړو د رسنیو له لارې خلکو ته هغه پوهاوی ورکړو کوم چې د خلکو رواني روغتیا مؤثره تمامېدای شي."

‎ښاغلی مجروح ټینګار کوي چې خلک دې د دغو ستونزو نه د خلاصون لپاره قرنطین ځانونو ته یو ښه فرصت وګرځوي او په کور دننه مؤثرې بوختیاوې ومومي.

‎د عامي روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۲،۴۵۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له دې شمېر ۲۲۷ مړه او ۱،۱۳۸ کسان بېرته رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG