د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

کورنیو چارو وزارت: خلک د اختر په ورځو کې هم بشپړ قرنطین نه‌مراعتوي


د اختر په لومړۍ ورځ د کابل یوې سیمه ولاړ امنیتي ځواکونه.
د اختر په لومړۍ ورځ د کابل یوې سیمه ولاړ امنیتي ځواکونه.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اختر په ورځو کې يې قرنطین مراعات کړی او خپلو خپلوانو او دوستانو ته‌یې د ټیلیفون او ټولنیزو رسنیو له لارې اختر مبارکي ویلې.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، خلک لا هم په دې برخه کې مرسته نه‌کوي او قرنطین‌يې به بشپړ ډول نه‌دی مراعت کړی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې برخه کې خلک پړ ګني او وايي: "دا یوازې د پولیسو دنده نه‌ده دا د ټولو مسؤلیت دی ځکه لا هم کرونا ویروس له‌منځه نه‌دی تللی، نو ځکه خو د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د خلکو مرسته ډېره زیاته مهمه ده او له دې غیر که دا مسئله عادي ونیول شي، نو زه په ډاډ سره ویلی شم چې یو انساني ناورین به رامنځته شي او بیا به‌يې مسؤلیت د هغه خلکو په غاړه وي چې دا مسئله ورته عادي ښکاري."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱،۰۹۵ کسانو ټسټونه شوي چې له نیمايي زیات ۵۹۱ په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي.

په دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۱،۱۷۳ تنو ته ورسېد چې له دې شمېر تر اوسه ۱،۰۹۷ بېرته روغ شوي او ۲۲۰ بیا مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت له اختر مخکې له خلکو غوښتي و چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د اختر په ورځو کې بشپړ قرنطین په جدي ډول په پام کې ونیسي او خپلو خپلوانو او دوستانو کره له تګ ډده وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و چې په دې برخه کې جدي دي.

XS
SM
MD
LG