د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۳

افغان چارواکي د امنیتي ځواکونو لیکو کې د کرونا ویروس خورېدل ردوي

ارشیف، افغان ځانګړي پولیس
ارشیف، افغان ځانګړي پولیس

د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس د خورېدو راپور رد کړ.

د دغو ځواکونو په یوې ګډه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې راغلي چې د امنیتي او دفاعي سکټور مشرانو هغه راپورونه ارزولي چې وایي د دغو ځواکونو شاوخوا ۵۰ سلنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

اعلامیه زیاتوي ارزونې یې ښیي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا د خورېدو خبرې ناسمې دي او زیاتوي چې په ټولو قرارګاه او عملیاتي جزوتامونو کې جدي او وقایوي تدابیر نیول شوي دي او دوام لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG