د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د کرونا له خپرېدو وروسته د افغانستانه او ایران ترمنځ لومرۍ الوتنه


ارشیف
ارشیف

د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته له افغانستانه لومړۍ الوتکه چې مسافر لېږدوي ایران ته ورسېده.

د ایران ایرنا اژانس په مشهد کې د خراسان رضوي هوایي ډګر د رئیس محمود امینتي باني په وینا خبر ورکړ چې وروسته له نږدې درې میاشتو دا الوتکه چې ۱۴۶ مسافر په‌کې وو د چهارشنبې په ورځ د خراسان رضوي پر هوایي ډګر کېناسته.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره کرونا د هغو کډوالو په منځ کې خپره شوه چې له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي وو.

XS
SM
MD
LG