د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

پوهنې وزارت له اختر وروسته د بدیلو زده کړو پروګرام پیلوي


پوهنې وزارت له تېرو درېیو اونیو راهیسې له خپل ټلویزیونه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زدکړو بهیر پيل کړی.
پوهنې وزارت له تېرو درېیو اونیو راهیسې له خپل ټلویزیونه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زدکړو بهیر پيل کړی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، که حکومت له کمکي اختر وروسته د ښوونځیو د پرانستو پرېکړه ونه کړي، دوی به له لرې واټنه د زده کړو بهیر رسماً پيل کړي.

د دغه وزارت مسئولین وایي، دا مهال په ۳۴ ولایتونو کې د پوهنې وزارت د تلویزیون له خوا په ازمیښتي ډول د زده کړو بهیر روان دی.

په افغانستان کې د نه پرمختګ شته ستونزو ته په کتو د زده کړو دا ډول پروګرام خپل خنډونه لري، خو زده کوونکي او د پوهنې فعالان یې هرکلی کوي.

پوهنې وزارت له تېرو درېیو اونیو راهیسې له خپل ټلویزیونه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زدکړو بهیر پيل کړی.

وزارت د اوونیو په جفتو ورځو شنبې، دوشنبې او چهارشنبې ابتدایه دورې او پر یکشنبه، سه شنبه او پنجشنبه منځنۍ او لیسې دورې ته د تلویزیون له لارې زده کړې ورکوي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، د دوی د شمېرو له مخې، ۰ په سلو کې شاوخوا ۷۰ زده کوونکي د دوی له پروګرامه برخمن کېدای شي.

نوریه نزهت
نوریه نزهت

هغې وویل: "د سیانسي مضمونونو تدریس زمونږ د ټلویزیون له لارې، چې له سټلایټ سره هم وصل شوی، خپرېږي، زمونږ وړاندوېنه داوه چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک ټلویزیون، رادیو، برښنا، ځیرک ټېلیفون او کمپیوټر ته لاس رسی لري، ځکه مونږ د راډیو او ټلویزیون له لارې د بدیلو زده کړو پروګرام پيل کړی، هغه کسان چې په لرې پرتو سیمو کې اوسېږي، هغوی ته له اختره وروسته د وړو غونډو له لارې زده کړې ورکوو."

د پوهنې وزارت د بدیلو زده کړو په پروګرام کې د ټلویزیون، راډیو، انلاین او په لرو پرتو سیمو کې د وړو غونډو له لارې تدریس په پام کې نیول شوی دی.

د وزارت مسئولین وایي، که له واړه اختر وروسته هم د ګرځبندیز سپارښتنه دوام وکړي او د ښوونځیو رخصتي تمدید شي، دوی به د بدیلو زده کړو بهیر په رسمي ډول پیل کړي.

زده کوونکي وایي، د پوهنې وزارت د دغه بهیر په اړه عامه پوهاوی او دغه راز امکانات کم دي، خو دوی د پوهنې وزارت د زده کړو د دې پروګرام هر کلی کوي.

یوه زده کوونکي وویل: "" نوم مي زکریا ساحل، کابل کې د چهارقلعه چهاردهي ښوونځي زده کوونکی یم، دوه میاشتې کېږي چې موږ له زده کړو بې برخې یو او ښوونځیو ته نه ځو، که دولت موږ ته د ټلویزیون، راډیو او یا هم بلې کومې لارې د زده کړې زمینه برابره کړي، موږ یې هرکلی کوو، که څه هم برښنا سمه نه ده او نور امکانات هم کم دي، خو له اوسني وضعیته چې په کور ناست یو، هغه زده کړې ښې دي."

د پوهنې فعال عطاالله ویسا بیا وایي، له لرې واټنه د زده کړو د بهیر ګټه ډېره کمه ده، ځکه د ده په باور په افغانستان کې امکانات او د ټلویزیون او راډیو د پوښښ ساحه هغومره نه ده چې د پوهنې وزارت یې وړاندوینه کړې.

ښاغلی ویسا وایي، دا داسې بهیر دی چې زده کوونکي نه شي کنټرولولی او د ده په ټکو په افغانستان کې ډېری میندې او پلرونه هم د نورې نړۍ په څېر د ماشومانو د تدریس له بهیر سره مرسته نه کوي.

ویسا زیاته کړه: "له لرې واټنه د زده کړو ګټه په مجموع کې کمه ده، تاسو وګورئ کله شبکې نه وي او ډېر کله خلک برښنا نه لري، هغه هېوادونه دا پروګرام مخته وړي چې د برښنا، مخابراتي شبکو، ټلویزیون او انټرنټ ښې اسانتیاوې ولري، زموږ د پوښښ ساحه محدوده ده، اکثره کورنۍ هم پر ماشومانو کنټرول نه لري، شاګرد هم نه مدیریت کېږي او ارزونه یې نه کېږي، یعنې سیستم نیمګړی دی، خو هغه چا ته یې چې ګټه رسېږي، باید استفاده ترې وکړي."

د پوهنې وزارت هم له لرې واټنه د زده کړو د بهیر یادې ستونزې مني خو وایي، که عامه پوهاوی وشي او د زده کوونکو میندې او پلرونه څه نا څه مسئولیت ته اوږه ورکړي، اویا سلنه زده کوونکي له دې پروګرامه ګټه اخیستلی شي.

معلومه نه ده چې د پوهنې وزارت به په سږني تعلیمي کال کې رامنځته شوې وقفه څه ډول جبران کړي، خو د دغه وزارت مسئولین وایي، یو اټکل دا دی چې د حالت په ښه کېدو ممکن د زده کوونکو د اوړي او ژمي کلنۍ رخصتۍ کمې شي.

XS
SM
MD
LG