د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د سند روغتیايي کارکوونکي: د لوېدلې الوتکې له سیمې تر اوسه ۷۶ مړي راوړل شوي


د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې د وژل شوي کس مړی.
د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې د وژل شوي کس مړی.

د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت (پي‌ای‌اې) مشر وايي چې په کراچۍ کې د الوتکې د سقوط په اړه څېړنې کوي.

د پېښې په وخت په الوتکه کې ټول ۹۹ مسافر او کارکوونکي (۹۱ مسافر او ۸ کارکوونکي) سپاره وو.

په سند کې روغتیايي کارکوونکو د ۷۶ کسانو د مرګ خبر تأیید کړی، خو دا نه‌ده څرګنده چې مړي ټول په الوتکه کې سپاره کسان دي که د هغې سیمې خلک هم په‌کې شامل دي چې الوتکه پرې راغورځېدلې ده.

الوتکه په کراچۍ کې د ماډل کالونۍ په نوم پر یوه استوګنه سیمه راغورځېدلې ده.

ماډل کالوني کې لوېدلې الوتکه
ماډل کالوني کې لوېدلې الوتکه

په ماډل کالوني کې د خلکو کورونه تخریب شوي دي.

د 'پي‌ای‌اې' مشر ارشد ملک پرون، د مې په ۲۲مه، وویل چې الوتکه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه.

ملک ویلي چې د الوتکې پیلوټ ته ډاډ ورکړل شوی و چې پر میدان را کوزېدلائ شي.

الوتکې تر کوزېدو لنډه شېبه مخکې سقوط کړی دی.

ارشد ملک دا وېډیويي پیغام پر ټویټر خپور کړ.

ښاغلی ملک زیاتوي: "دا یوه ډېره خواشینوونکې پېښه ده. د الوتکې پيلوټ په اخري خبرو کې ویلي چې تخنیکي ستونزې لري، د هوايي کنټرول برخې ورته ویلي و چې د کراچۍ د هوايي ډګر د ځغاستې دواړه لیکې تیارې وې چې پرې راکېني، خو پيلوټ پرېکړه کړې وه چې تاو شي، موږ پر دې چې ستونزه څه وه او ولې تاو شوی دی، څېړنې کوو."

د 'پي‌ای‌اې' شرکت الوتکه
د 'پي‌ای‌اې' شرکت الوتکه

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت انجنیر طاهر حسین چې پرون‌یې د الوتکې سقوط په خپلو سترګو لیدلی، اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي: "اول یو لوی درز شو، لکه یو څه چې له اسمانه راغورځېدلي وي، د الوتکې سقوط ته ورته غږ نه‌و، لکه زلزله داسې ټکان راغی، لکه د اوبو لوی ټانکر چې چاودېدلی وي، کله چې موږ بام ته راوختلو ، ټوله سیمه دود اخیستې وه.

د افغانستان ولسمشر په پاکستان کې پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او پر ټویټر یې لیکلي چې د پاکستان له ولس سره په دې غمیزه کې ځان او خپل ولس شریک ګڼي.

په پاکستان کې وروستی وار په ۲۰۱۰ میلادي کال کې اسلام‌اباد ته نږدې یوې مسافر وړونکې الوتکې سقوط وکړ او ۱۵۲ تنه په‌کې ووژل شوو.

XS
SM
MD
LG