د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د کراچۍ ښاروال: ښايي د نسکورې شوې الوتکې ټوله سورلۍ مړه شوي وي


الوتکه استوګنیزې سیمې ته نږدې لوېدلې. ۲۰۲۰، ۲۲مې
الوتکه استوګنیزې سیمې ته نږدې لوېدلې. ۲۰۲۰، ۲۲مې

د کراچۍ ښاروال وايي د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ښايي ټوله سورلۍ مړه شوې وي.

وسیم اختر چې په کراچۍ کې د پېښې په ساحه ماډل کالونۍ کې رسنیو ته معلومات ورکول زیاته کړه چې دغه الوتکه د خلکو د استوګنې پر یوه ساحه نسکوره شوې ده.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس په الوتکه کې د ۸ تنه عملې ترڅنګ د موجودو کسانو شمېر ۱۰۷ ښوولی دی.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا (PIA) یوه ویاند عبدالستار تأیید کړه چې نسکوره شوې الوتکه د دوی مربوط وه او دا ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه وه.

په کراچۍ کې د خېبر ټلوېزیون خبریال عرفان خټک ازادي راډیو ته وویل، ډېر احتمال لري چې الوتکې دې د تخنیکي ستونزې له کبله اول اور اخیستی او بیا نسکوره شوې وي.

استوګنیزې سیمې ته نږدې د لوېدلې الوتکې لوګي
استوګنیزې سیمې ته نږدې د لوېدلې الوتکې لوګي

ښاغلی خټک زیاتوي: "ویل کېږي د الوتکې ټایر نه‌خلاصېده او پیلوټ غوښتل چې الوتکه بېرته لوړه وخېژوي چې وګوري ټایر ولې نه‌خلاصېږي. ویل شوي کله چې الوته لوړه شوې ده، په دې وخت کې په الوتکه کې اور لګېدلی او د خلکو پر ودانیو پرېوتې ده."

د (PIA) ویاند ویلي دوی د الوتکې د نسکورېدو د علت په اړه څېړنه کوي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ د چټک غبربون او د سند ملېشه ځواک په هماغه لومړیو کې د لاسنیوي لپاره د پېښې ساحې ته ورسېدل.

د پاکستان د هوايي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه چې تر کېناستو لنډه شېبه مخکې نسکوره شوه.

د الوتکې د لوېدو سیمه کې امبولانسونه او د اطفائیې موټر
د الوتکې د لوېدو سیمه کې امبولانسونه او د اطفائیې موټر

په هغو وېډیويي تصاویرو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، خلک د بامونو پر سر د پېښې له ساحې اوچتېدونکو لوګیو ته ګوري.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې تر دې پېښې وروسته د کراچۍ په هوايي ډګر کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

پاکستان دوه ورځې مخکې د کوچني اختر په مناسبت خپلو داخلي الوتنو ته چې د کرونا ویروس له کبله ځنډول شوې وې، اجازه ورکړه.

صدراعظم عمران خان په خپل ټویټر کې ویلي چې ډېر ژر به د دې پېښې په اړه څیړنې کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د نړۍ د ځینو رهبرانو ترڅنګ په یوه ټویټ کې د دې پېښې له کبله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG