د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۵۰

بلخ کې د وروستي هوايي برید نوى اړخ


ارشيف
ارشيف

د بلخ ولایت مدني فعالان او ځایي اوسېدونکي وایي، درې ورځې وړاندې په یوه هوایي برید کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکیان دي.

د خاص بلخ ولسوالۍ د غونډانو کلي اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې دغلته ملکیان په نښه کړي، خو د طالبانو نوم یې ورکړی دی.

دوی وایي، طالبانو د تېرې سه شنبې په شپه له تراویح لمانځه وروسته خلک په زوره له کورونو ایستلي او کلي ته غځېدلی سړک یې پرې ویجاړاوه.

د پېښې یو عیني شاهد وایي، طالبان په همدې شپه لږ لرې کیناستل او په وسلو مجبور شوي وګړي د سړک په ورانېدو لګیا شول چې هوايي برید پرې وشو.

دغه عیني شاهد، چې ورور یې دې برید کې وژل شوي او مونږ یې د امنیتي ستونزو له کبله نوم نه شو خپرولی، ازادي راډیو ته وویل: "مونږ له تراویحو کور ته راغلو، دروازه مو ټک ټک شوه ، چې ومو کتل طالبان وو او ویل یې چې بیل او کلنګ را واخلی چې کار کوو، زما ورور عملیات هم کړی و، ما ورته وویل چې د ورور کار به مې زه وکړم، طالبانو تهدید کړم ویل یې له کوره دوه کسان باید راشی، کله چې مو کار شروع کړ، طیاره راغله، له دې سره طالبان لرې شول او د درز غږ مې واورید، زما پښه ژوبله شوه، خو ورور مې شهید شو."

د بلخ د ادبي خوځښت فرهنګي مرکز مشر او لیکوال ذبیح الله احساس هم وایي چې په غونډانو سیمه کې پر ملکیانو بمباري شوې.

ښاغلی احساس وایي، خلک په دې دریدلي چې سیمه ییزو طالبانو په زور له کورونو ایستلي او دولت هم له تفکیک پرته وژلي دي.

دی له دولته غواړي چې د پېښې څېړنه او د قربانیانو د کورنیو لاسنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه: "اصلي ستونزه داده چې دولت ته غلط راپور تللی دی، ورته ویل شوي چې دلته طالبان راټول دي، اصل دادی چې دا عام ولس دی او هغه کسان دي چې طالب ته هم هیڅ حیثیت نه لري، طالبان د شپې له تراویحو وروسته هغه کسان له کورونو را باسي چې طالب کې هم واسطه نه لري، طالبانو په دې کسانو سړک کنده کنده کاوه چې کلي ته د اردو ټانکونه ورنه شي، دا کسان په کار لګیا کېږي او حکومت ورباندې بمبار کوي، پېښه کې لس ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي."

د قربانیانو کورنۍ وایي، دولت یې باید پوښتنه وکړي او هغه پیسې ورکړي چې دولت یې د نورو ملکي قربانیانو کورنیو ته ورکوي.

هڅه مو وکړه چې د ځایي اوسېدونکو د غوښتنو په اړه د شاهین قل اردو نوی نظر واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

درې ورځې وړاندې دې قل اردو په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د شوي بمبار ویډیو خپره کړې او ویلي یي دي چې ۱۷ طالبان یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبان هم له کورونو د خلکو په زوره ایستل او سړک ویجاړول نه تائیدوي خو وایي، دا ولسي خلک ماخوستن مهال د خپلو کلیوالي مسائلو پر سر سره غونډ شوي و چې هوایي برید پرې وشو.

له دې وړاندې په یو شمېر نورو سیمو کې هم عام افغانان د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې یا هوایي بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ ميلادي کال راپور ښيي چې دې کال کې د افغانستان جګړو کې نژدې درې نیم زره ولسي افغانان وژل شوي او شاوخوا ۷ زره نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG