د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

ایران د افغانانو د ډوبېدو پېښې په تحقیقاتو کې د مرستې ژمنه وکړه


تهران
تهران

ایران ژمنه وکړه چې د هغه پېښې په تحقیقاتو کې به مرسته وکړي چې د ایران او افغانستان پر پوله په لسګونه افغانان په‌کې وژل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د دې ژمنې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وویل، د ایران پر پوله د وژل شویو او شکنجه شویو افغانانو د حق او عدالت لپاره به له ټولو ډیپلوماتیکو امکاناتو استفاده وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د هرات په ولایت کې له ایران سره پر پوله په لسګونه افغانان د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري وهل شوي او مجبوره شوي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

په دې پېښه کې د لسګونه افغانانو د وژلو ادعا هم شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې د ډیپلوماسۍ له لارې به هڅې وکړي چې د افغانستان او ایران پر پوله د هغه "ظلم او وحشت" قضیه تعقیب کړي چې یو شمېر افغانان په‌کې وژل شوي او شکنجه شوي دي.

محمد حنیف اتمر دا خبره تېره شپه په یوه ټویټ کې وکړه او څرګنده‌یې کړه چې دې پېښې افغانان سخت خوابدي کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډيو ته وویل د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال محمد هارون چخانسوري په کابل کې او په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال له ایراني چارواکو سره په ارتباط کې دی.

ښاغلي هېواد زیاته کړه: "له ایراني چارواکو څخه د افغان دولت غوښتنه دا وه چې دواړه لوري د موضوع اړوند بېړنۍ څېړنې پیل کړي ترڅو د پایلو په رڼا کې د اقداماتو په موخه لازمې پرېکړې وشي. د څېړنو هدف دا دی ترڅو د پېښې کره څرنګوالی معلوم او عدالت تأمين شي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

ګران هېواد بیا وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت ته د سې شنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې د ګډو څېړنو لپاره چمتو دی او اوس افغانستان د ایران عملي اقداماتو ته انتظار دی.

افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ د جمعې په ورځ په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شوي وو چې هلته وهل شوي، ټکل شوي او د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا مجبوره کړای شوي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

د بشري حقونو مدافعینو د افغان مسافرو د ډوبېدو پېښې پلټنه غوښتنې

ایران ته د ورڅېرمه پراته ولایت هرات چارواکو ویلي، له هریرود سیند څخه‌یې ۱۲ مړي ترلاسه کړي دي. پرون په هرات کې یو شمېر مدني فعالانو د ایران سرحدي ساتونکي د بشري حقونو په تېري تورن کړل، دې فعالانو د ولایت د ودانۍ مخې ته غونډه وکړه.

د دوی له ډلې حلیمې پژواک ازادي راډیو ته وویل: "دا لومړی ځل نه‌دی، دوهم ځل نه‌دی چې داسې جنایت د ایران د حکومت له لوري د افغانستان پر ملت کېږي. موږ له خپل حکومته هیله لرو چې غلی نه‌شي."

د هریرود سیند
د هریرود سیند

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوه ټویټ کې چې پرون‌یې خپور کړ لیکلي چې د افغانستان حکومت، مدني ټولنو او خلکو په دې اندېښنو کې ځان شریک ګڼي چې راپور ورکړل شوی دی چې افغان کډوال د ایران پر پوله وژل شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

الېس ولز: ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د شکنجې په اړه د څېړنو ملاتړ کوو

د امریکا سفارت وایي چې د افغانستان د دې پرېکړې ملاتړ کوي چې د دې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه‌یې کړې ده. د متحده ایالاتو د سفارت تر دې بیان مخکې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز په خپل ټویټر کې له ادعا سره سم د ایران چلند "وحشتناک" بللی و او لیکلي یې و هغه کسان چې مجرم وپېژندل شي باید حساب ورسره وشي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا مهال ۲ میلیونه افغانان له اسنادو پرته او نږدې یو میلیون نور له اسنادو سره په ایران کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG