د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

الېس ولز: ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د شکنجې په اړه د څېړنو ملاتړ کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې په ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د شکنجې د ادعا په اړه د هر اړخیزو څېړنو ملاتړ وکړ.

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز نن سې شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي: "هغه راپورونه چې په‌کې ادعا شوې ایران، له افغان پناه غوښتونکو سره ظالمانه چلند کړی، وحشتناک دي."

افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شوي وو چې هلته وهل ټکل شوي او د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا مجبوره کړای شوي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

ایران ته د ورڅېرمه پراته ولایت هرات چارواکو ویلي، له هریرود سیند څخه‌یې ۱۲ مړي ترلاسه کړي دي.

هریرود سیند څخه د غورځول شویو افغانانو د موندلو عملیات پیل شوي

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز ویلي، د دغه ناوړه چلند له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

بله‌خوا د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ادعاوې ټکان ورکوونکې بللې دي.

مېرمن ګاسمن د دوشنبې په ورځ وویل، دا چې واقعاً څه پېښ شوي دي، هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري.

پاترېشیا ګاسمن
پاترېشیا ګاسمن

هغې زیاته کړه: "دا ادعاوې په رښتیا هم ټکان ورکوونکې دي. په وروستیو کې مې داسې کومه نه په یادېږي، خو په تېرو وختونو کې موږ د افغانانو په وړاندې د ایران د سرحدي ځواکونو د ناوړه چلند پېښې ثبت کړې دي. کلونه پخوا مو راپورونه درلودل چې افغانان وهل ټکول شوي، ځیني وخت مو دا خبرونه هم ترلاسه کړي، کوم کسان چې ایران ته اوښتي یا یې د اوښتو هڅه کوله، په مرمیو ویشتل شوي دي، خو په دې اوسنۍ قضیه کې شمېرې خورا زیاتې دي او واقعاً اړتیا ده چې یوه بشپړه څېړنه وشي چې څه پېښ شوي او دا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده."

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو مشر ذبیح‌الله فرهنګ هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان او ایران دواړه باید د دې وروستۍ پېښې په اړه څېړنې وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې د افغانانو په وړاندې د ایران او افغانستان په پوله کې شوي د افغانانو د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده چې متأسفانه د ایران امنیتي ځواکونو له‌خوا پېښ شوي. د منابعو په اساس او هم د دې پېښې له ژغورل شویو، زیانمنو شویو او سیمه‌ییزو چارواکو سره د اړیکو پر بنسټ دا افغانان دې ته اړ ایستل شوي چې له اوبو تېر شي. د دې کار په نتیجه کې د هغو چې لامبو زده وه ځانونه‌یې ژغورلي او ځیني ډوب او مړه شوي دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې او د ایران سرحدي ځواکونه په‌کې لاس نه‌لري.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې موضوع په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

ډوب شوي افغانان
ډوب شوي افغانان

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په څېړنو کې ځیني پرمختګونه شوي، خو وزارت نور معلومات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې هم د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې وزګارتیا او بې‌وزلي د دې سبب شوې چې هر کال په زرګونه افغانان له خپل هېواده په غیر قانوني لارو ایران ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا مهال ۲ میلیونه افغانان له اسنادو پرته او نږدې یو میلیون نور له اسنادو سره په ایران کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG