د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

له افغان مسافرو سره د ایراني ځواکونو چلند ټکان ورکوونکی وبلل شو


 پټریشیا ګاسمن
پټریشیا ګاسمن

د بشري حقونو د څار سازمان د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا د افغانان مسافرو په وړاندې وروستی چلند ټکان ورکوونکی وباله.

د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیالې پټریشیا ګاسمن دا خبره له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

هغې وویل چې ایران په تېرو وختونو کې هم د بشري حقونو جدي سرغړونې کړي خو چمتو نه دی چې د خلکو ځواب ووايي.

د راپورونو په اساس د همدې اوونۍ په پيل کې لسګونه افغانان د ایران سرحدي ځواکونو وهلي او بیا یې اړ کړي چې ځانونه رود ته واچوي چې له ډلې یې یو شمېر مړه شوي هم دي.

صفي الله ستانکزي په دې او ځینو نورو مسلو له اغلې پټریشیا ګاسمن سره مرکه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG