د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

'افغانستان د ایراني پوله‌ساتو له لوري د مهاجرو د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې طالبانو ته د امریکا د پوځ د خبرداري په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې راغلي چې د امریکا پوځ طالبانو ته ویلي چې د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا او طالبانو په موافقه کې ویل شوي چې طالبان به په سلو کې ۸۰ تاوتریخوالی کموي.

ورځپاڼې په ټویټر کې د یو بل په ځواب کې د طالبانو او امریکايي پوځیانو ټویټونو ته په اشارې لیکلي چې پخوا به دواړو خواوو په خپل منځ کې پټې خبرې کولې، خو اوس د امریکا پوځ او د طالبانو ویاندویان د ټویټر له لارې د یو بل د څرګندونو ځواب وايي.

په دغو ټویټونو کې د امریکا پوځ ویاند ډګروال ساني لګېټ طالبانو ته خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې حملې ودروي. پوځ دغه‌راز افشا کړې چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوې موافقه کې طالبانو منلې چې تشدد به ۸۰ سلنه کموي.

ډګروال لګېټ د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ته دا خبرداری وروسته له دې ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې حملې زیاتې کړې دي.

د افغانستان حکومت چارواکي وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیک وروسته طالبانو حملې خورا زیاتې کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د طالبانو په حملو کې ملکیانو ته د اوښتو مرګ‌ژوبلو شمېر خپور کړ، ویې‌ویل چې طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې حملو ته زور ورکړی دی چې دا دقیقاً د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې راوروسته موده ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو له لوري د سختې جګړې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې وزارت ویاند د شبنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په اوښتې مرګ‌ژوبله کې ۳۰۷ کسه ملکي وګړي وژل شوي او شااوخوا ۵۹۰ نور ټپیان شوي دي.

خو د ګارډین پر اساس، د امریکا د پوځ ویاند د طالبانو ویاند ته خبرداری ورکړی چې که طالبانو حملې کمې نه‌کړې، ځواب به وویني.

تر دې وړاندې کله چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که حملو ته دوام ورکوي، نو باید د ځوابي بریدونو تمه ولري، طالبانو وویل چې په دې اړه دې وضاحت ورته وکړي.

د روېټرز د یوه راپور له مخې چې ګارډین ورته اشاره کړې، طالبانو له امریکا سره د موافقې له لاسلیک وروسته په ۴۵ ورځو کې تر څلور نیم زره زیاتې حملې کړې دي.

  • نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز په شمول یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو د ایراني پوله‌ساتو له لوري د افغانستان پولې ته نږدې سین ته د شااوخوا ۵۰ تنو افغان کډوالو د غورځولو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د نیویارک ټایمز لیکنه تر دې سرلیک لاندې پیلېږي چې "افغانستان د ایراني پوله‌ساتو له لوري د مهاجرو د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي."

په دې اړه ازادي راډیو هم د شاهدانو په قول راپور درلود چې ایراني ځواکونو ۵۰ تنه افغانان چې په غیر قانوني ډول ایران ته تلل، نیولي، وهلي او بیا یې سین ته غورځولي چې نیمايي یې مړه شوي دي.

نیویارک ټایمز له پېښې د یوه ژوندي پاتې شوي عبدالواحد په قول لیکلي چې وايي "ایراني ځواکونو په پایپونو ووهلو، راته ویل‌یې چې بیا زموږ هېواد ته رانه‌شئ، بیا یې موږ سین ته ټېله کړو."

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر له لوري د دې موضوع په اړه د څېړنې لپاره د یوه پلاوي د ګومارنې یادونه هم کړې ده.

په افغانستان کې ایراني ډیپلوماتانو دا راپورونه رد کړي، خو ژمنه‌یې کړې چې په دې اړه به نور تحقیقات وکړي.

سره له دې چې په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د بې‌روزګارۍ د زیاتېدو له کبله په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال هڅه کوي چې یا بېرته افغانستان او یا د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، خو لا هم یو شمېر افغانان د کار په لټه په غیر قانوني لارو ایران ته ځي او عموماً شکایت کوي چې ایران ته د رسېدو په لاره کې په ځلونو د مرګ له خطر سره مخامخ کېږي.

په ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته شااوخوا ۲ لکه ۴۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG