د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د عارف وزیر وژنه وڅېړي


عارف وزیر
عارف وزیر

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې نن په ټویټر کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ د مخکښ فعال عارف وزیر وژنه وغندله او د پاکستان له چارواکو یې د دې قضیې د بېطرفانه څېړنو غوښتنه وکړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه ټویټ کې د دې پېښې له کبله د عارف وزیر له کورنۍ او دوستانو سره خواخوږي ښوولې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوه مخکښ غړي محسن داوړ په ټویټر کې لیکلي، چې عارف وزیر د هغو تروریستانو له خوا ووژل شو، چې د «ښو» تروریستانو خطاب ورته کېږي.

محسن داوړ لیکلي، چې د دغو تروریستانو د بادارانو پرضد به د دوی مبارزه روانه وي.

بل مخکښ سیاستوال افراسیاب خټک په ټویټر کې لیکلي، دا د عارف وزیر د کورنۍ اتلسم غړی دی، چې د دولت له ملاتړه د برخمنو افراطي وسلوالو له خوا وژل کېږي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر مخکښ فعال عارف وزیر د جمعې پر ماښام د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله وال برید وشو.

د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر پرون ويلي وو، چې عارف وزیر پر سر او مټ لګېدلی و.

دی اول د ډېره اسماعيل روغتون ته، بیا د اسلام اباد پېمز روغتون ته ولېږدول شو، خو عارف وزیر د سختو ټپونو له کبله نن شنبه ساه ورکړه.

د عارف وزیر مړی نن له دغه روغتون څخه واڼه ته ولېږدول شو.

د دې وسله والې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

عارف وزیر د اپرېل پر ۱۷مه په واڼه کې په دې تور نیولی و، چې په افغانستان کې یې د پاکستان ضد ویناوې کړې وې، هغه تورونه چې عارف وزیر رد کړي وو.

دی تر حملې دوې ورځې مخکې خوشې شوی و.

عارف وزیر د محسن داوړ او د خپل تره زوی علي وزیر تر څنګ د مارچ میاشتې پر نهمه په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

عارف وزیر هماغه وخت په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي وو: "زه خپله یوه واضح خبره کوم، چې طالبان ترهګر دي او افغانستان که هر چا وران کړی دی، که هغه زما پلار وي، که هغه زما ورور وي، دی ترهګر دی. طالب نن سوله له امریکا سره کوي، خو هر څوک چې به د ملي اردو په صف کې ودرېدل هغوی ته به یې منافق ویل، ای منافقه نن خو ته منافق شوې ستا سره جهاد روا دی."

عارف وزیر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له تاسیس راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې په پاکستان کې د پښتنو د مدني حقونو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG