د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۳

پاکستان او افغانستان کې د عارف وزیر پر مړینه غبرګونونه


عارف وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي عارف وزیر پر مړینه، د دغه غورځنګ نورو مشرانو او پلویانو غبرګون ښوولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوه مخکښ غړي محسن داوړ په ټویټر کې لیکلي، چې عارف وزیر د هغو تروریستانو له خوا ووژل شو، چې د «ښو» تروریستانو خطاب ورته کېږي.

محسن داوړ لیکلي، چې د دغو تروریستانو د مشرانو پرضد به د دوی مبارزه روانه وي.

بل مخکښ سیاستوال افراسیاب خټک په ټویټر کې لیکلي، چې ده او د غورځنګ نورو مشرانو شهید علي وزیر ته مخکې تر دې چې جنازه یې وزیرستان ته ولېږدول شي، په اسلام اباد کې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

ښاغلي خټک لیکلي، دا د عارف وزیر د کورنۍ اتلسم غړی دی، چې د دولت له ملاتړه د برخمنو افراطي وسله والو له خوا وژل کېږي.

ورته مهال مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټویټر هم د عارف وزیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر مخکښ غړي عارف وزیر د جمعې پر ماښام د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله وال برید وشو.

د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر پرون ويلي وو، چې عارف وزیر يوه مرمۍ پر سر او دوه پر مټ لګېدلی و.

دی په هغه حالت کې اول د ډېره اسماعيل روغتون ته رسول شوی، بیا د اسلام اباد پیمز روغتون ته ولېږدل شو، خو عارف وزیر بلاخره د سختو ټپونو له کبله نن شنبه ساه ورکړه.

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل غړي ډاکټر سید عالم محسود د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل: "په پیمز روغتون کې د هغه عملیات شروع شول، څرنګه چې د هغه په سر کې مرمۍ هم وه او وینه هم په کې غونډه شوې وه، سر او دماغ ته یې هم تاوان رسېدلی و، کڅ طرف ته چې کومه اوږه ده د هغې بنیادي عضلات یې ټپي شوي وو، له ډېرو هڅو سره- سره له بده مرغه د هغه ژوند بچ نه شو."

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، د نامعلومه وسله والو د موندلو او نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

د دې وسله والې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

عارف وزیر وروستی وار د اپرېل پر ۲۷مه له زندانه خوشې شوی و، پولیسو دی د اپرېل پر ۱۷مه په واڼه کې په دې تور نیولی و، چې په افغانستان کې یې د پاکستان ضد ویناګانې کړې وې، هغه تورونه چې عارف وزیر رد کړي وو.

عارف وزیر د محسن داوړ او د خپل تره زوی علي وزیر تر څنګ د مارچ میاشتې پر نهمه په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

عارف وزیر هماغه وخت په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي وو: "زه خپله یوه واضح خبره کوم، چې طالبان ترهګر دي او افغانستان که هر چا وران کړی دی، که هغه زما پلار وي، که هغه زما ورور وي، دی ترهګر دی. طالب نن سوله له امریکا سره کوي، خو هر څوک چې به د ملي اردو په صف کې ودرېدل هغوی ته به یې منافق ویل، ای منافقه نن خو ته منافق شوې ستا سره جهاد روا دی."

عارف وزیر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له تاسیس راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG