د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

چارواکي: په تېرو ۲ میاشتو کې د ۱۰۰۰ ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملین طالبان دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دو میاشتې د طالبانو له لوري د سختې جګړې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې وزارت ویاند د شبنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په اوښتې مرګ ژوبله کې ۳۰۷ کسه ملکي وکړي وژل شوي او شاوخوا ۵۹۰ نور ټپیان شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو دوه میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، د طالبانو له لوري د جګړې شدت د دې لامل شوی چې ملکي کسان زیاد ووژل شي.

هغه زیاته کړه: "د حوت میاشتې له پیل څخه تر دا مهاله طالبانو په خپلو بریدونو کې زیات والی راوستي، په دې بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسه ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې، په اوښتې مرک ژوبله کې ۳۰۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹۰ کسه نور ټپیان دي."

طارق ارین
طارق ارین

ښاغلی ارین وايي، په وژل شویو ملکي کسانو کې ماشومان، میرمنې او سپين ږيري هم شامل دي.

نوموړي دغه دا کار د طالبانو لوري بشري جنایت یاد کړ او ویې ویل، طالبان نشي کولای د ملکي کسانو په وژلو سره خپل اهدافوته ورسېږي.

خو د ښاغلي ارین په خبره، په دې موده کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، تر دا مهاله شاوخوا ۱۴۰۰ طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

هغه څه چې بیا طالبان یې رد وي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي، له پخوا څخه طالبانو په خپلو بریدونو کې د پام وړ کمښت راوستی.

نوموړی بیا افغان حکومت د ملکي تلفاتو په برخه کې زیاد ښکېل ګڼي.

ښاغلي مجاهد دغه شان د ملکي تلفاتو په اړه د یو ناما ورستي راپور هم بې اساسه وباله.

له دې سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي، که څه هم د ملکي تلفاتو کچه له پخوا راکمه شوي خو بیا هم ملکیان قرباني کېږي.

هغه د یوناما ورستي راپور ته په اشاره سره چې د ۲۰۱۰ میلادي کال په لومړۍ ربعه کې یې د ملکي تلفاتو په اړه درلود ويلي، د تېر اتو کلونو د همدې مودې په پرتله دا کچه ۲۹ فیصده راکم شوي وه.

له بلې خوا د امریکا (سي ان ان) ټلویزیون د دې هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.

دغه ټلویزیون د امریکا دفاع وزارت په حواله وايي، په داسې حال کې چې د مارچ له لومړۍ ڼېټې څخه تر ۳۱ مې نېټې پورې طالبانو په نړیوالو ځواکونو خپل بریدونه درولي خو په مقابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پروړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

له دې ټولو سره اوس پوښتنه دا ده چې په دې حساسو شرایطو کې د جګړې پراخولو او په کې ملکي کسانو ته د تلفاتو اوښتلو مسولیت چاته ورګرځي.؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میزا محمد یارمند وايي: "په دې وضیعت کې چې افغان حکومت نه غواړي جګړه وکړي او تل یې د فعالې دفاع خبره کړې خو برعکس بیا طالبان جګړه کوي، د دې واضح ځواب دا دی چې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي مقصرین دي."

ښاغلي یارمند وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان د جګړې دوام هیڅ معنی نه لري او د جګړې ښکېلې غاړې دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پام واړوي.

XS
SM
MD
LG