د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

ځینې کابل ښاریان: روان قرنطین له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یوو


ارشیف
ارشیف

یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي وايي، د روژې په دغه میاشت کې قرنطین، بیوزلۍ او بیکارۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دي.

دوی چې د شنبې په ورځ د کابل په قمبر څلور لارې کې راټول شوی وو وايي، دغو ستونزو اړ ایستل سړکونو ته راووځي چې حکومت او نړیوالې مرستندویه ټولنې یې غږ واوري او مرستې ورسره وکړي.

په کابل ښار قرنطین، بیوزلۍ، بیکارۍ او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي بلاخره یو شمېر روژه په خوله ښځي، نارینه، سپین ږیري او ځوانان اړکړل چې، سړکونو ته راووځي.

دوی چې د شنبې په ورځ د کابل ښار په قمبر څلور لارې کې واټونو ته راوتي و ویل یې، غواړي د خپلې بیوسۍ او ستونزو غږ حکومت او نړیوالو مرستندویو ټولنې ته ورسوي چې په روانو سختو شرایطو کې ورسره مرستې وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې نسیمې وویل: "دوه میاشتې کېږي قرنطین یو، مېړه مې لاس ګاډی ګرځولو، مخکې به یې سل یونیم سل افغانۍ ګټلې اوس کار نشته، کور مو هم کرایي دی، مجبور شو راووځو چې دولت راسره مرسته وکړي."

د دې ښار بل اوسېدونکي قضل الحق عادل وايي: "دعامې روغتیا وزارت او حکومت ژمنه کړې وه چې مرسته به وکړي خو تر اوسه یې نه ده کړې، د دې لپاره خلک راوتلل چې حکومت او بهرنیان ورسره مرسته وکړي، لس لس وچې ډوډۍ خلکو ته ورکوي خو هغه هم نه رسېږي، مجبورشو چې راووځو."

د ټولنیز ژوند د پراختیا د موسسې رييس رمضان غوري چې د خلکو دغه راټولېدل یې تنظیم کړي وايي، که په دغه روژه او د قرنطین په روان وضعیت کې د خلکو لاس نیوی ونه شي، یو لویه غمیزه به رامنځته شي.

هغه زیاتوي: "افغانان د قرنطین له مله په کورو کې ناست دي، ډوډۍ نه لري، نور نه شي کولی په قرنطین کې پاتې شي، دوی سره باید پراخې مرستې وشي اوکه نه نو، مرض او مړینه او بې قانوني به ډېر شي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې ګرځبندیز لګیدلی دي.

د ګرځبندیز له امله د خلکو ورځني کارونه په ټپه درېدلي او دې وضعیت خلک او په تېره هغو چې ورځ مزدوري به یې کوله، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

افغان چارواکي وايي، د خلکو د روغتیايي او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره له څو وزارتونو یوه کمېټه جوړه شوې چې بیوزلو خلکو ته د مرستو رسولو د پلانونو په جوړولو بوخته ده.

د ماليې وزارت چې ددغې کمېټې غړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې په کابل سربېره به د هېواد ولایتونو ته هم مرستې ورسېږي.

شمعروز مسجدي
شمعروز مسجدي

د دغه وزارت ویاند شمعروز مسجدي ازادي رادیو ته وویل: "دبودیجوي امکاناتو له پلوه هېوادوالو ته بشپړ ډاډ ورکولی شو چې تر اوسه الحمدالله له هېڅ ستونزې سره مخ نه یو، نړیوالو همکارانو هم مرسته کړې او دغه مرستې به خلکو ته رسېږي، کورنۍ او بهرنۍ مرستې به په همغږۍ د یو ګډ پلان له مخې مصرف شي."

روان وضعیت ته په پام تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویډیويې پیغام له لارې سپارښتنه وکړه چې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د مستحقو کورنیو ته د نانوایانو له لارې پخه ډوډۍ ورکړل شي.

که څه هم دالړۍ روانه ده خو ډېری خلک وايي، په دغه پروګرام کې مستحقې کورنۍ په پام کې نه دي نیول شوي.

XS
SM
MD
LG