له نن څخه دوه میاشتې مخکې طالبانو او امریکایانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلو کې "افغانستان ته د سولې د راوستلو تړون" لاسلیک کړ.
د دې تړون له لاسلیک سره د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو هیلې زیاتې شوې او ګومان کېده چې په ورپسې اوونیو کې به بینالافغاني خبرې پیل او جګړه به ودرېږي.
خو اوس چې له دې تړون دوه میاشتې وتلي، د افغانستان د سولې په برخه کې بل کوم د پام وړ پرمختګ نهدی شوی. په تړون کې ځیني مهم ټکي لکه د دواړو خواوو ترمنځ د زرګونه بندیانو خلاصون او د بینالافغاني خبرو پیل نهدي عملي شوي. له بلې خوا د افغانستان په کلیو او بانډو کې جګړې هم دوام لري.
که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم سیمې ته سفرونه کوي او خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو دمګړۍ داسې نهښکاري چې په نږدې ورځو کې دې بینالافغاني خبرې پیل یا جګړه ودرېږي.
ویل کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر ځینو مسئلو د اختلاف سربېره په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو هم د افغان سولې بهیر له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی.
ایا د افغانستان د سولې په بهیر کې هغه خوځښت چې څو میاشتې مخکې رامنځته شوی و لهمنځه تللی؟
دا مهال د طالبانو لهخوا د بریدونو د دوام رښتینی شدت څومره دی؟
د دواړو خواوو ترمنځ اختلافي مسئلې لکه د بندیانو خلاصون څنګه حلېدای شي؟
دا هغه پوښتنې دي چې اجمل اند د یوې مرکې په ترڅ کې له افغان ژورنالېست او څېړونکي سمېع یوسفزي څخه کړي.
سمېع یوسفزی په سر کې د دې پوښتنې ځواب وايي چې په ایا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوی تړون، په داسې حال کې چې ځینې برخې یې لا نهدي عملي شوي له خطر سره مخ دی؟
د دې مرکې د اورېدلو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: