د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

په اسلامي نړۍ کې روژه او کرونا ویروس


پاکستا کې په یوه جومات کې خلک په جماعت لمونځ کوي.
پاکستا کې په یوه جومات کې خلک په جماعت لمونځ کوي.

د نړۍ څه کم دوه میلیارده مسلمانان سږ کال په داسې حال کې روژې ته چمتووالی نیسي چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او په ګڼو هېوادونو کې په غونډو او راټولېدو بندیزونه لګېدلي دي.

په اسلامي هېوادونو کې هم له مراکش تر اندونیزیا چارواکو د کرونا د مخنیوي لپاره په ټولنیزو چارو محدودیتونه لګولي.

خو په جوماتونو او سپېڅلو ځایونو کې د عقیدتمندو د راټولېدو د مخنیوي لپاره که په یو شمېر هېوادونو کې سخت بندیزونه لګېدلي په ځینو نور کې بیا چارواکي نه‌دي توانېدلي چې په جوماتونو کې د لمانځه او نورو دیني مراسمو لپاره د خلکو د راټولېدو مخه ونیسي.

دا مهال په نړۍ کې تر دوه نیم میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له کبله ۱۸۳ زره کسان مړه شوي.

ارشیف
ارشیف

دا ویروس لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او دا وېره شته چې د هېوادونو روغتیايي سیستمونه په ځانګړې توګه هغه چې لا دمخه کمزوري دي د ناروغانو د شمېر د زیاتېدو له کبله د مقابلې توان له لاسه ورکړي.

د اسلامي نړۍ په ځینو برخو کې چې لا دمخه د کرونا ویروس له کبله په غونډو او راټولېدو بندیزونه لګېدلي او د جماعت د لمونځونو لپاره جوماتونه تړلي، د روژې په میاشت کې یې د پېړیو هغه مذهبي مراسم هم اغېزمن کړي چې په‌کې د تراوېح لمونځونو، ختمونو او روژه ماتي لپاره مسلمانان په کورونو یا جوماتونو کې راټولېږي.

په نورو کلونو کې د روژې په میاشت کې له دې کبله چې خلک د روژه ماتي لپاره بېلابېل خوراکي او د څښاک توکي اخلي، بازارونه غوړېږي.

خو سږ کال کرونا ویروس کاروبارونه هم اغېزمن کړي دي.

د کرونا ویروس له کبله محدودیتونو د خیر ښېګڼې پر هغو چارو هم تأثیر کړی چې په دې میاشت کې اشخاص او خیریه بنسټونه‌یې د بې‌وزلو د لاس‌نیوي لپاره کوي، خو ځینو اسلامي هېوادونو د بې‌وزلو کسانو سره د خوراکي موادو او نورو مرستو لپاره نوې چارې سنجولې دي.

د سعودي عربستان، ترکیې او مصر په شمول یو شمېر هېوادونو کې جوماتونه تړلي او د دې ځای مخکښو دیني عالمانو له خلکو غوښتي چې کورونو کې لمونځونه وکړي.

مصر
مصر

ځینو جوماتونو د وېډیو له لارې خلکو سره د تراوېح لمونځونو او خطبو شریکول تنظیم کړي.

په سعودي عربستان کې چارواکو دوو سپېڅلو ښارونو مکې او مدینې ته سفرونه ځنډولي دي. په دې هېواد کې جوماتونه په بشپړه توګه تړلي او د سعودي سترو دیني عالمانو له خلکو غوښتي چې په روژه کې په کورونو کې تراوېح او نور لمونځونه وکړي.

په عربي متحده اماراتو کې هم دیني عالمانو فتوا ورکړې او له خلکو یې غوښتي چې د ترواېح لمونځ په کورونو کې ادا کړي.

په عین حال کې په لبنان، عراق، سوریه او مصر کې چارواکو د روژه ماتي پر مهال ګرځ‌بندیز نرم کړی، خو جوماتونه او زیارتونه تړلي دي.

په ایران کې چې د کرونا ویروس له ډېرو ځپلو هېوادونو څخه دی چارواکو جوماتونه او زیارتونه تړلي.

په یو شمېر اسلامي هېوادونو لکه پاکستان کې سخت دریځو ملایانو بیا له خلکو غوښتي چې د روژې میاشت کې دې جوماتونو ته د تراوېح او نورو لمونځونو لپاره ورشي.

د سخت دریځو ملایانو تر فشار لاندې پاکستاني حکومت دغلته د روژې د میاشتې په درشل کې په جوماتونو کې د لمانځه لپاره په راټولېدو محدودیتونه کم کړي، خو پاکستاني ډاکترانو پر حکومت او دیني عالمانو ټینګار کړی چې په روژه کې په جوماتونو کې راټولېدو ته د اجازې ورکولو په پرېکړه دې بیا غور وکړي او اندېښنه‌یې څرګنده کړې چې په ګڼ شمېر کې د خلکو راټولېدل به په خلکو کې په چټکۍ د کرونا ویروس د داسې خپرېدو سبب شي چې د دې هېواد کمزوری روغتیايي سیستم به ورسره د مقابلې توان ونه‌لري.

پاکستان
پاکستان

په بنګله‌دېش کې هم یو شمېر دیني عالمان له حکومت غوښتي چې خلکو ته په روژې میاشت کې جوماتونه پرانیزي.

اندونیزیا چې د نړۍ یو ګڼ‌نفوسه اسلامي هېواد دی او په ګڼ شمېر کې خلک دغلته د روژې په پای کې د اختر لپاره خپلو پلرنیو سیمو ته ستنېږي، چارواکو له خلکو غوښتي چې له دا ډول سفرونو دې ډډه وکړي.

د اندونیزیا عالمانو فتوا ورکړې او په‌کې یې د کرونا د وبا پر مهال دا ډول سفرونه ګناه بللې ده.

XS
SM
MD
LG