د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

'د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي د ضمانت په بدل کې خوشې شوي'


دا تورن کمېشنران عدلي او قضایي ارګانونو ته تر پېژندلو وروسته په لومړۍ محکمه کې په پنځه پنځه کلونو او په دوهمه محکمه کې په دوه کاله او شپږ میاشتو بند محکوم شوي وو.
دا تورن کمېشنران عدلي او قضایي ارګانونو ته تر پېژندلو وروسته په لومړۍ محکمه کې په پنځه پنځه کلونو او په دوهمه محکمه کې په دوه کاله او شپږ میاشتو بند محکوم شوي وو.

د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني ۹ کمېشنران د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ د مالي ضمانت په بدل کې د لنډې مودې لپاره خوشې شوي.

افغانستان کې د لس زره بندیانو د خوشې کېدو د بهير د پيل ترڅنګ د ټاکنو کمېسیونونو پخواني کمېشنران هم د ولسمشر د یوه ځانګړي فرمان پر بنسټ خوشې شوي دي.

د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو شکایتونو کمېسیون پخواني کمېشنران عبدالعزیز اریايي، عبدالبصیر فایز حمیرا حقمل او دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني کمېشنران ګلا جان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع‌الله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ‌الله هاشمي او ملیحه حسن خوشې شوي دي.

د شکایتونو کمېسیون د دریو کمېشنرانو عبدالبصیر فایض، حمیرا حقمل او عبدالعزیر اریایي مدافع وکیل عبدالرزاق حیدري ازادی راډیو سره په خبرو کې تائیدوي چې د ټاکنو کمېسیونونو د مشرتابه پخواني ۹ کسه غړي تېره ورځ خوشې شوي دي.

د ښاغلي حیدري په وینا دا کسان د مالي ضمانت یا دوه نیم لکه افغانۍ تضمین په بدل کې خوشې شوي خو په خبره يې د کرونا ویروس د ګواښ ختمېدو وروسته به خپل پاتې بند زندان کې تېروي.

هغه زیاتوي: "دوی د فرمان په اساس خوشې نه شول یعنې فرمان کې دوی په بشپړ ډول بخښل شوي وو، ځکه چې له فرمان وړاندې د دوی دوسیه پای ته رسېدلې وه، د هغې په اساس دوی باید بخښل شوي وای خو له بده مرغه بیا هم سیاسي چلند وشو او دوی د مالي ضمانت په بدل کې خوشې شول د هر یوه څخه دوه نیم لکه افغانۍ د کفالت بالمال یا تضمین په بدل واخیستل شوې او بیا خوشې شول تر هغه وخته چې د کرونا ویروس ختمېږي بیا په دوی د پاتې بند حکم پلی کېږي."

د ولسي جرګې تېر پړاو ټاکنې چې د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه وشوې پایلې یې شاوخوا ۴ میاشتې وځنډېډې او د دغو ټاکنو پر مدیریت او روڼوالي سخت انتقادونه وشول چې په پایله کې د دواړو کمېسیونونو کمېشنران له دندو لرې او پر ځای یې نوي کمېشنران ټاکنیزو کمېسیونونو ته معرفي شول.

دا تورن کمېشنران عدلي او قضایي ارګانونو ته تر پېژندلو وروسته په لومړۍ محکمه کې په پنځه پنځه کلونو او په دوهمه محکمه کې په دوه کاله او شپږ میاشتو بند محکوم شوي وو.

د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني ۹ کسانو د بند موده اوس شاوخوا ۲۲ میاشتي نوره هم پاتې ده چې باید بند کې يې تېره کړي.

د دې کمېشنرانو د خوشې کېدو په تړاو په افغانستان کې د بشر حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر دا واک لري چې د مجرمینو د دوسیو د وروستي کېدو وروسته د دوی د خوشې کولو فرمان ورکړي خو په خبره يې که دې کمېشنرانو باندې جرم ثابت شوی وي نو باید ولسمشر دا کسان نه وای خوشې کړي.

په افغانستان کې د بشر حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل
په افغانستان کې د بشر حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل

هغه زیاتوي: "ولسمشر د هغو بنديانو په قضیو کې چې دوسيې يې وروستي او قطعي شوې وي، کولی شې چې د زندان د تخفیف په اړوند هغوی ته بخښنه وکړي، که بلې خوا که دغه خلکو هغه کړنې چې د قوانینو سره په ټکر کې وي، ځکه د ټاکنو مسئله یوه ملي مسئله وه او که دوی په دغه خیانت تورن شوې وي نو نه باید ولسمشر دا کار کړی وای."

افغانستان کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره دوه ويشت ورځې وړاندې د ولسمشر لخوا په زندانونو کې د بندیانو د کمولو فرمان هم ورکړل شو.

د دې فرمان پر بنسټ تر دې دمه ۴۵۱۸ کسان ټول افغانستان کې خوشې شوي دي خو د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د خوشې کیدو په هکله د دوی مدافع وکیل وايي دوی د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ خوشې شوي دي.

و مو غوښتل څو په دې اړه د افغانستان د زندانیانو چارو د تنظیم ادارې نظر هم واخلو خو بریالي نشو.

XS
SM
MD
LG