د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د لوړې مراسم ترسره شول


د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د لوړې مراسم
د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د لوړې مراسم

له درېیو اوونیو بې‌برخلیکۍ وروسته بالاخره د انتخاباتي کمېسیونونو نویو کمېشنرانو د کارونو د پیل په هدف د لوړې مراسم ترسره کړل.

د لوړې دغه مراسم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» په ارګ کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس په حضور کې ترسره شول.

ولسمشر محمد اشرف غني په‌دې مراسمو کې وویل چې د نویو کمېشنرانو ټاکل چې د سیاسي ګوندونو، نوماندانو او مدني ټولنو له‌خوا معرفي شوي هغه تور هم له‌منځه یووړ چې دغه کمېشنران په یوې ډلې پورې تړلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی د ټولو ګوندونو، نوماندانو او مدني ټولنو د تأييد وړ دي، اوس هغه تورونه هم له‌منځه یوړل شول چې ویل کېدل به کمېسیونونه په‌دې یا هغې ډلې پورې تړلي دي، اوس بل لومړیتوب دا دی چې دوی به نن یا تر دوه ورځو پورې خپل نوي رئیسان ټاکي او دواړه کمېسیونونه به نه‌یوازې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته، بلکې د ولایتي شوراګانو، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته به تیاری نیسي."

ښاغلي غني همدا شان وویل، نوي کمېشنران مکلف دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې هم ژر اعلان کړي.

ولسمشر دا هم وویل، حکومت ژمنه کوي چې د انتخاباتي کمېسیونونو په کارونو کې به د لاس‌وهنې مخه ونیسي او ټول امکانات به د دوی په واک کې ورکړي.

د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي وروسته له هغې معرفي شول چې د دغه کمېسیونونو پخواني کمېشنران د انتخاباتي سرغړونو، درغلۍ او د انتخاباتو د نوي قانون د توشېح پر اساس له دندو لیرې شول.

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د قانون پر اساس د کمېسیونونو هېڅ غړی نه‌شي کولای د کوم سیاسي ګوند غړیتوب ولري او درغلۍ کووونکی به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي او سزا به ورکړل شي.

حوا علم نورستانۍ، مولانا محمد عبدالله، رحیمه ظریفي، سید عصمت‌الله مل، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي او اورنګزیب د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو او زهره بیان شینوارې، سید قطب‌الدین رویدار، محمد قاسم الیاسي، محمد یونس طغرا او مولوي دین محمد عظیمي د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

همدا شان ولسمشر د یو بل فرمان پر اساس حبیب‌الرحمن ننګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او چمن‌شاه اعتمادي د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د درالانشاء د رئیسانو په توګه ټاکل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم هیله وښوده چې نوي کمېشنران به وتوانېږي چې په انتخاباتو کې شفافیت رامنځته کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو کمېسیونونو کې د کمېسیونونو او د دارالانشاء او همدا شان د دواړو کمېسیونونو ترمنځ هم‌غږي نه‌وه موجوده، زه هیله لرم څنګه چې تاسې د قسم په یادولو سره ژمنه وکړه، باید په خپلې ژمنې ولاړ پاتې شئ او ستاسو د کار یوه برخه د افغانستان د خلکو د هیلو د تحقق پورې اړه لري."

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا مسؤلین وايي چې نوي کمېشنران د وړتیا نه، بلکې د اړیکو پر اساس ټاکل شوي دي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې نوي کمېشنران باید وتوانېږي څو ورسپارل شوې دندې په ښه شکل پر مخ یوسي او د تېرو کمېشنرانو په شان تېروتنې تکرار نه‌کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG