د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

په خېبر پښتونخوا کې کرونا ویروس افغان کډوال هم مړه کړي


ارشیف، یو شمېر افغان مسافر او کډوال
ارشیف، یو شمېر افغان مسافر او کډوال

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي وايي، کرونا ویروس په دې ایالت کې په لومړي ځل ۲ افغان کډوال مړه کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو چارواکو د کرونا ویروس له امله د افغان کډوالو د مړینې پخلی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د کرونا ویروس په ډېره چټکۍ خپرېږي او د روغتیايي چارواکو په وینا، تر دې دمه‌یې زرګونه کسان اغېزمن او سلګونه مړه کړي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي د جمعې په ورځ پر خپلې رسمي فېس‌بوکپاڼې په دې ایالت کې د کرونا ویروس له امله د کډوالو د مړینې پخلی وکړ او ویې‌ویل: "بدبختانه په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په پاکستان کې په مېشتو افغان کډوالو کې مو دوه هېوادوال د کرونا ویروس له امله چې څه موده مخکې پرې اخته شوي وو، خپل روح حق ته وسپاره."

ښاغلي جلیلي په دې اړه ویلي چې د کرونا ویروس له امله یو افغان کډوال په مردان کې او بل د پېښور په حیات‌اباد میډیکل کمپلېس کې مړ شوی دی.

پاکستان کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د پېښو د موندلو په لټه کې دي.
پاکستان کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د پېښو د موندلو په لټه کې دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، کرونا ویروس تر دې دمه په دې هېواد کې ۴۶۰۱ کسان اغېزمن کړي او لږ تر لږه ۶۶یې مړه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۲۰ ته لوړ شوی او تر دې دمه‌یې ۲۲ کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG