د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د تورخم ښاروال: که ولسمشر هم په تورخم راستنېدونکو کې واوسي، قرنطین کېږي


په تورخم کې قرنطین شوي کسان
په تورخم کې قرنطین شوي کسان

د تورخم لار د هغه افغانانو پر مخ پرانیستل شوه چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې وو.

د تورخم ښاروال او په ننګرهار کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې د کمېټې غړي انجنیر راحت ګل زیارمل ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دغه لاره به تر درېیو ورځو پورې خلاصه وي او د ورځې به زر تنه افغانانو ته اجازه ورکول کېږي چې دې غاړې ته راواوړي.

ښاغلي زیارمل دا هم وویل چې د ټولو راستنېدونکو کسانو لپاره په تورخم ښارګوټي کې د قطرنطین کمپ جوړ شوی او ټول په‌کې قرنطین کېږي، ان که ولسمشر هم په تورخم راستنېدونکو کسانو کې واوسي، قرنطین کېږي.

له نوموړي سره اکرام‌الله اکرام مرکه کړې او په سر کې يې د تورخم دروازې د خلاصېدو په اړه ترې پوښتنه کړې ده.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG