د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

زرمینه: نشو مې یو پښتورګی له کاره اچولی


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري

یوه معتاده مېرمنه چې خپل مستعار نوم زرمینه ښيي وايي چې ۲۲ کاله‌یې تاریاک وخوړل.

دا وايي چې د نشې پر مهال به ټوله ورځ پرته وه او د خپلو بچیانو پالنه او روزنه یې نه‌شوی کولای.

یو کال کېږي چې زرمینه روغه شوې ده، د دې معالجه ډاکتره وايي چې دا اوس خپلو بچیانو ته روزي ګټي او د خلکو په کورونو کې کالي مینځي.

۵۵ کلنه زرمینه د کابل ښار په عاشقان او عارفان سیمه کې د داسې یوې کورنۍ غړې ده چې ټول غړي یې نشه کوي او یوازې دې نشه پرېښې ده.

زرمينه چې ستړې له کاره ځي او خپل چرسي مېړه ته ډوډۍ برابروي وايي چې د نشو له لاسه‌یې ټوله شتمني له لاسه ووته.

ارشیف، د زرمینې مېړه چرسي دی.
ارشیف، د زرمینې مېړه چرسي دی.

زرمینه زیاتوي: "بېخي یې اعصاب راخراب کړي و چې څه مې درلودل هغه مې ټول پر نشې ورکړل، نیمايي حویلي مې ګرو کړه. د نشې له لاسه مې په خېټه کې دوه نیم کیلو دانه راوختله، یو پښتورګی مې له‌منځه ولاړ، د نشې پر مهال به له کور او اولادونو څخه خبره نه‌ومه، اوس چې جوړه شوې یمه، د خلکو کالي مینځم خپلو بچیانو ته روزي ګټمه."

زرمینه که څه هم پخه ښځه ده او د ځوانۍ د وختونو غوندې پياوړې نه‌ده، خو بيا هم د پخوا په شان د خپل کور د کارونو ترڅنګ مزدوري کوي او خپلو بچيانو ته روزي ګټي، اوس پوښتنه دا ده چې زرمينه چا دې ته وهڅوله چې نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي؟

په دې اړه د معتادینو د یوه نادولتي مرکز اجتماعي کارکوونکې ګلشن وايي چې تر درېیو میاشتو هلو ځلو وروسته‌یې درملنې ته وهڅوله.

ګلشن وايي: "څه موده مخکې زموږ ټیم د دوی په سیمه کې د عامه پوهاوي یو پروګرام درلود، په دې پروګرام کې د دې د خاله لور راته وویل چې زما د خاله لور معتاده ده، بیا یې موږ ته د هغې پته راکړه. کله چې د زرمینې کورته ورغلو، نو کورنی ژوند یې ډېر خراب و، ټوله کورنۍ یې معتاده وه، په ځان نه‌وه خبره، بس دا وه او نشه‌يي مواد. موږ له دې سره خبرې وکړې، کله چې یې باور راباندې وکړ، نو درې میاشتې وروسته مو دې ته چمتو کړه چې نشه پرېږدي او روغتون ته ولاړه شي."

ارشیف، د معتادینو د درمنلې یو مرکز
ارشیف، د معتادینو د درمنلې یو مرکز

ځيني معتادين شکایت کوي چې درملنې يې سمه نتيجه نه‌ده ورکړې، خو د زرمينې د درملنې په اړه د هغې معالجه ډاکتره شینکۍ مینه‌وال وايي چې درمنلې یې ښه نتیجه ورکړې او بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلې ده.

مېرمن مینه‌وال په دې اړه وايي: "زرمینه چې کله روغتون ته راغله، نو بدن‌یې درد کاوه، پرنجل‌یې او تر پزه‌یې اوبه بهېدلې، په سلو کې ۸۰ رواني درملنه مو يې وروکړه او د یوې اوونۍ لپاره مو درمل ورکړل. دې کار ۴۵ ورځې دوام وکړ، هره ورځ به مرکز ته راتله او موږ یې درملنه کوله. یو کال کېږي چې روغه شوې ده، خو اوس هم د مشورې لپاره زموږ مرکز ته راځي. د زرمینې په ژوند کې ډېر تغییر راغلی دی، نظافت‌یې ښه شوی دی، د اولادونو پالنه کوي او د خلکو په کورونو کې کالي مینځي."

زرمینه هره اوونۍ د نجلا په کور کې کالي مینځي. نجلا وايي که څه هم زرمينې د نشې غوندې سخته ناروغي تېره کړې، خو بیا هم په کار او رښتینولۍ کې سارې نه‌لري.

نجلا وايي: "زرمينه له شپږو اوو میاشتو راهیسې زموږ په کور کې کالي مینځي، که څه هم دا یوه پخه ښځه ده، خو بیا یې هم په کار کې تر ځوانانو اړولې ده، دا ډېر په اخلاص کار کوي، موږ په دې ډېر باور لرو، دا اوس داسې ده لکه زموږ د کور غړې چې وي. موږ د ورځې درې، ۴۰۰ روپۍ ورکوو. زرمینه اوس دا پیسې د نشې پر ځای په خپلو اولادونو لګوي."

یو شمېر افغان معتادین
یو شمېر افغان معتادین

طبي ډاکتران وايي چې د معتادینو له مرکزونو سره پرله‌پسې اړیکې ساتل او معتادینو ته د کار زمینه برابرول له معتادینو سره د نشې په پرېښودلو کې ډېره مرسته کوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک

راپور: محمد اياز ترنک

XS
SM
MD
LG