د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

ډېفېنس ون: ايران له طالبانو سره د امریکا له مذاکراتو وروسته څه کوي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

څو لوېدیځو رسنیو له افغان حکومت څخه د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې پر هغه غوښتنه لیکنې خپرې کړې دي چې د داعش د خراسان څانګې د نیول شوي مشر د عادلانه محاکمې په اړه‌یې کړې.

عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی د شنبې په ورځ په کندهار کې د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د بشري حقونو د څار سازمان غواړي فاروقي په داسې توګه محاکمې ته راښکل شي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د بريدونو قربانيان هم د نوموړي د محاکمې په بهیر کې حضور ولري.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسيا د برخې مرستيالې پټريشيا ګاسمن وايي، د اسلم فاروقي نيول کېدل د افغان چارواکو لپاره يو لوی فرصت دی چې وښیي د جنګي جرمونو او بې‌رحميو په وړاندې په سمه توګه د عدالت ترسره کولو ته ژمن دي.

داعش ډلې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ګڼو خونړیو بريدونو په ځانګړې توګه پر شيعه مسلمانانو او سېکهانو د حملو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

په يو وروستي مورد کې د مارچ د مياشتې په ۲۵مه نېټه دې ډلې په کابل کې د سېکهانو پر ګوردوارې د هغه برید مسؤلیت ومانه چې په‌کې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل شول.

  • ايرو اېشيا

د ايرو اېشيا خپرونه ليکي اسلم فاروقي په سيمه کې له سخت دريځو وسله‌والو ډلو لکه لشکر طیبه او د پاکستاني طالبانو تحريک سره د اړيکو ماضي لري.

د دې خپرونې د يوې ليکنې په دوام کې د پاکستان د طالبانو تحریک د پخواني وياند احسان‌الله احسان هغه ادعا ياده شوې ده چې وايي اسلم فاروقي څه موده مخکې د داعش د خراسان څانګې له مشرتابه لیرې شوی و، خو خپلواکو سرچینو دا ادعا نه‌ده تأیید کړې.

د ليکنې په دوام کې راغلي، سره له دې چې د افغانستان طالبانو د مارچ د مياشتې په ۲۵مه په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره بريد کې لاس لرل رد کړي، خو په وينا يې په دې پېښه کې د حقاني شبکې ښکېلتیا له پامه نه‌شي غورځېدای.

د ايرو اېشيا د دې ليکنې د ليکوال په باور، د حقاني شبکې سره د طالبانو اړیکې او له دې شبکې سره د داعش اړیکې پېچلې دي او د داعش وسله‌والې ډلې او حقاني شبکې تر دې مخکې ورته خونړۍ او پېچلې حملې کړې دي.

  • ډېفېنس ون

د ډېفېنس ون خپرونې بيا د افغانستان په چارو کې د ايران د لاسوهنې په اړه يوه ليکنه خپره کړې.

خپرونې په پيل کې پوښتلي: "ايران له طالبانو سره د امریکا له مذاکراتو وروسته څه کوي؟"

د دې پوښتنې په ځواب کې خپرونه وايي، تهران پر کابل، طالبانو او افغانستان کې پر نورو ښکېلو لورو د نفوذ د ټينګولو په هڅه کې دی.

ډېفېنس ون خپرونه وړاندې لیکي، ايران د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې چې ښايي په پايله کې یې امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي له نږدې څاري.

امريکايي چارواکو تر دې مخکې د سيمې یو شمېر پیاوړي هېوادونه په ځانګړې توګه ايران د طالبانو په ملاتړ تورن کړي دي، خو تهران ټينګار کوي چې له طالبانو سره د اړيکو هدف‌يې د سولې لپاره د هغوی هڅول دي.

د ډېفېنس ون خپرونې په باور ايران تر دې مخکې هڅه کړې چې د پانګونې، سوداګرۍ، لېږد رالېږد او د پراختيايي پروګرامونو له لارې په افغانستان کې نفوذي برخه ولري او په عين حال کې يې له يو شمېر فرهنګي، مذهبي ډلو او ان طالبانو سره نږدې اړيکې ټینګې کړې دي.

خو لیکوال استدلال کوي چې ايران د هڅو سربېره د سوریې او لبنان په څېر په افغانستان کې د سياسي نفوذ په ټينګولو کې پاتې راغلی.

د ليکوال په وينا دا ځکه چې په افغانستان کې په زور او ځواک تر اوسه څوک د سياسي يا نظامي نفوذ په ټينګولو نه‌دی توانېدلی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG