د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ظریف امریکا ته په خطاب کې: ایران هر کار د ځان د دفاع لپاره کوي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحدایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرداری وروسته وايي چې هېواد یې هر کار یوازې د خپل ځان د دفاع لپاره کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ایران یا د ایران متحدان په عراق کې پر امریکايي ځواکونو یا ګټو برید وکړي نو لوی تاوان به وګالي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دې خبرداري په ځواب کې وویل د ده د هېواد هر اقدام یوازې د خپل ځان د دفاع لپاره دی.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي و، متحدایالات به په هغه صورت کې چې ایران یا یې نیابتي ډلې په عراق کې پر امریکايي ځواکونو یا د امریکا پر ګټو د غلچکیو حملو پلان جوړ کړي نو له دې سره سم ایران په رښتیا سره لوی تاوان وګالي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون پنجشنې پر ټویټر د ټرمپ په ځواب کې ولیکل، دا د ایران دوستان دي او هېڅ هېواد میلیونونه اجیران نه لري.

هغه وړاندې لیکلي د امریکا برعکس چې دروغ وايي، غولول او وژل کوي، ایران یوازې د خپل ځان دفاع کوي.

د ایران او متحدایالات اړيکي په عراق کې د دواړو هېوادونو د نفوذ د هڅو له کبله سخت کړکېچن شوي.

تهران په عراق کې ځواکمن متحدان لري خو واشنګټن بیا د عراق له حکومت سره نژدې اړيکي پالي.

واشنګټن د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې پر ایران پلوو وسله والو تور ولګاوه چې په عراق کې د نړیوال ائتلاف پر پوځي اډو او بهرنیو سفارتونو په تېره د امریکا پر ډیپلوماتیکو ماموریتونو حملې کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ ناندریو یوځل بیا او په داسې حال کې زور اخیستی چې دواړه هېوادونه د کرونا ویروس د مخنیوي هڅې کوي.

ایران چې د امریکا د بندیزونو له کبله له سخت کړکېچ سره مخامخ دی، په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله په وار وار له متحدایالاتو څخه غوښتي دي چې دا بندیزونه لغو کړي.

که څه هم دارو درمل او طبي تجهیزات د امریکا له بندیزونو څخه معاف دي خو د ایران د اړتیاوړ شیان له پېرلو سره سم مستردېږي ځکه بانکونه له دې وېرې چې امریکا به بندیزونه پرې ولګوي اکثراً د ایران مالي معاملې نه مني.

ایران د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د ډېرو زیانمنو هېوادونو له ډلې دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ارقامو له مخې چې شېبه په شېبه بدلېږي په ایران کې تر تېرې شپې پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټوله شمېره له پنځوس زرو واوښته.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند پرون د اپریل په دوهمه د دې ناروغۍ له کبله د نورو ۱۲۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

له دې سره په ایران کې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شمېره ۳۱۳۶ ته لوړه شوه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG