د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د کرونا ویروس خپرېدل؛ د امریکايي پوځیانو پر سفر ۶۰ ورځنی بندیز


ارشیف، په لیتوانیا کې یو شمېر امریکايي سرتېري.
ارشیف، په لیتوانیا کې یو شمېر امریکايي سرتېري.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د امریکايي پوځيانو پر سفر کولو بندیز ولګاوه.

امریکا متحده ایالات چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پوځي اډې لري د کرونا ویروس د خپرېدو د اندېښنو په خاطر یې د خپلو پوځيانو مسافرت ځنډولی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي چې د امریکایي پوځیانو د سفر د بندیز هدف دا دی چې کرونا ویروس د دې هېواد اردو ته سرایت ونه‌کړي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر

متحده ایالات په اروپا، منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او لیرې اسیا (جاپان، کوریا) کې پوځي اډې لري.

امریکايي پوځیان په دوره‌يي شکل له هېواد بهر مأموریتونو کې دندې ترسره کوي.

معمولاً هغه سرتېري چې مأموریت‌یې ختمېږي بېرته خپل هېواد ته ستنېږي څو ځای یې تازه دمي سرتېري ونیسي.

خو اوس د دوی سفرونه موقتاً ودرېدل.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي د امریکايي پوځیانو د سفر بندیز به ۶۰ ورځې دوام وکړي او د دغه هېواد شااوخوا ۹۰ زره پوځیان به ترې متأثره شي.

دا اقدام له چهارشنبې د اجرا وړ ګرځېدلی.

پنټاګون بیا وايي چې د سفر دا بندیز د هغو امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش نه‌اغېزمنوي چې له افغانستانه ایستل کېږي.

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي پوځیان.
په افغانستان کې یو شمېر امریکايي پوځیان.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ ۲۹مې موافقې له مخې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه امریکا به له خپلو ۱۳ زره سرتېرو نه ۴۶۰۰ تنه په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه باسي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا پروسه پیل شوې ده.

تر اوسه پورې په کرونا ویروس باندې ۲۲۷ امریکايي سرتېري اخته شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت سې شنبه په یوه اعلامیه کې تأیید کړه چې د دغه مأموریت څلور سرتېري په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې اعلامیه کې یادونه شوې وه چې دا پوځیان تازه افغانستان ته راغلي و.

د دغو سرتېرو هویت نه‌دی مشخص شوی، خو په افغانستان کې دېره اکثره پوځیان امریکايان دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي چې افغانستان ته تازه راستانه شوي یو نیم زر بهرني سرتېري د احتیاط لپاره په جلا مرکزونو کې ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG